د افغانستان حکومت دې پر پاکستان چټي تورونه نه لګوي
د پاکستان خارجه وزارت پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په خاورې کې د عملیاتو لپاره د پاکستان له فضا دامریکا د ډرونز د تیریدا په باب د طالبانو دد فاع وزیر د تورونو په غبرګون وکې وئيلي دي،د طالبانو د چارواکي ادعا اندیښمنونکي او د ډيپلوماټيک عرف سره په تضاد کې ده.
د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان په خاورې کې د په عملیاتو کې د له امریکا سره د ملګرتیا په باب د اسلام اباد په ضد د افغانستان د طالبانو د حکومت ددفاع وزارت د سرپرست تورونه دروغ وبلل او وې وئيل پاکستان خپل حریم د هیڅ یوه هیواد په ضد داستعمالولو هیچا ته اجازت نه ورکوي اوترهه ګري چې په هر شکل وي په کلکه ئې محکومه کوي.
د افغانستان د طالبانود موقته حکومت ددفاع وزارت سرپرست ملامحمد یعقوب پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي،د امریکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له فضا افغانستان ته واردې شوي دي.هغه همداارز پر پاکستان غږ کړیچې اجازت دې نه ورکوي،ددغه هیواد له لارې د افغانستان د فضا خلاف ورزي وشي.
په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو.