د پاکستان دریمه برخه اوبو لاندې کړي ده
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د اقلیمي چارو وزیرې شیري رحمان ویلي وروستیو سېلابونو د دغه هېواد یو دریمه برخه تر اوبو لاندې کړې ده.
د هغې په وینا دغو سېلابونو د پاکستان څلور واړو صوبو کې کورونه، سړکونه او کرنیز ځمکې وړي او پراخې ویجاړۍ یې تر شا پرېښې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د طبیعې پېښو پر مهال د مرستو ادارې "این ډي اېم اې" ویلي تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغو سېلابونو ۵۹ نور کسان هم وژلي او په دې توګه تر دې دمه د ټولو مړینو شمېر ۱۱۳۶ تنو ته رسېدلی دی.
د پاکستان حکومت وايي دغو سېلابونو د شاخوا لس میلیارد ډالرو په ارزښت زیانونه وراړولي او ۳۳ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي دي.
پاکستان کې دا بېساري سېلابونه داسې مهال راوتلي چې دغه هېواد وار له مخه هم سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس ګریوان وو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي له ملګرو ملتونو سره په ګډه د نړیوالو مالي مرستو راټولو پلان لري.
د دغه وزارت په وینا په دې موخه به نن اسلام اباد او جینوا کې هممهاله "سېلابونو ته د غبرګون پلان" په نوم غونډه جوړه شي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د دغه هېوا د پلان وزیر احسن اقبال به ورته ویناوې وکړي.
ټاکلې دې غونډه کې د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه او اړوندې ادارې برخه واخلي.
بلخوا تازه د پیسو نړیوال صندوق "ای اېم اېف" هم پاکستان ته د ۱ اعشاریه ۱۷ میلیارد ډالرو نور پور منظوري ورکړې ده.
د دغه صندوق اجرائیوي بورډ ویلي دا ګام یې د دې لپاره اخیستی چې دغه هېواد سره له اقتصادي کړکېچه وتلو کې مرسته وشي.
خو دې ادارې د دغه پور د اعلان ترڅنګ دا ټینګار هم کړی چې پاکستان باید حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو چارې چټکې کړي.