پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه د پور پیسې ترلاسه کړې
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د مرکزي بانک چارواکي وايي د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه (ايي ایم ایف) یې یو میلیارد او ۱۶۰ میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی دی.
د پاکستان مرکزي بانک له لوري پر خواله رسنۍ ټویټر یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د چهارشنبې پر ورځ یې د ايي ایم ایف اجرايي پلاوي له منظورۍ وروسته د پاکستان لپاره د دې ادارې د پور اووم او اتم قسط پیسې ترلاسه کړې دي.
د بانک مسوولینو په وینا دې سره به د بهرنیو اسعارو زېرمو کې زیاتوالی راشي او له نورو نړیوالو مالي ادارو به د مرستې په ترلاسه کولو کې هم مرسته وشي.
پاکستان د وارداتو او صادراتو تر منځ د ناسم انډول له کبله د بهرنیو اسعارو زېرمې له ستونزې سره مخامخ دی، او له همدې کبله له تېرې څه مودې راهیسې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت کې هم پاموړ کموالی راغلی.
د پاکستان حکومت او ايي ایم ایف تر منځ له ۲۰۱۹ کال راهیسې دې هېواد ته د پور ورکولو تازه پروګرام په هکله مذاکرات څو ځله وځنډېدل.
په تېر اپریل میاشت کې چې پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت جوړ شوی، له ايي ایم ایف سره له سره مذاکرات پیل شول او د پاکستان خزانې وزیر مفتاح اسماعیل دا مذاکرات مثبت بللي وو.
د ۲۰۱۹ کال جولای میاشتې هوکړې له مخکې ای ایم ایف د پاکستان لپاره د شپږ میلیارده ډالره پور پروګرام منظور کړ.
ای ایم ایف پاکستان ته د دې پروګرام له مخې تېر کال درې میلیارده ډالره پور ورکړ، خو د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې دغه پروګرام وځنډېد.
ای ایم ایف له پاکستان حکومته غوښتل چې د برېښنا او تېلو بیو کې ورکړل شوې سبسډي ختمه کړي. پاکستان حکومت له څه مودې ځنډ وروسته څو ځله د تېلو بیې زیاتې او سبسډي یې ختمه کړه.
پرون هم پاکستان حکومت د تېلو بیو کې د زیاتوالي اعلان کړی.
د پاکستان خزانې وزارت یوې تازه اعلامیې له مخې د پټرولو د یوه لیټر بیې دوه اعشاریه اووه او ډیزلو بیه کې دوه اعشاریه ۹۹ روپۍ زیاتې شوې دي.
دې سره د پیټرولو نوې بیه ۲۳۵.۹۸ روپۍ او د ډیزلو بیه ۲۴۷.۴۳ روپیو ته رسېدلې دي.