پاکستان له سېلاب ځپلو سره د نورومرستوغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i120556-پاکستان_له_سېلاب_ځپلو_سره_د_نورومرستوغوښتنه_وکړه
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سپټمبر په نهمه پاکستان او سیلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره وګوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2022 08:27 Asia/Kabul
  • پاکستان له سېلاب ځپلو سره د نورومرستوغوښتنه وکړه

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سپټمبر په نهمه پاکستان او سیلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په وروستیو سېلابونو کې د دغه هېواد له خلکو سره نورې مرستې هم وکړي.

دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې الوتکو د یوه بشردوستانه هوایی پله له لارې دغه هېواد ته بشری مرستې لېږدولې دی.

د پاکستان د حکومت د لومړنیو اټکلونو له مخې په دغه هیواد کې بارانونو او سیلابونو لس ملیارده ډالره زیان اړولی دی.

ځینې ​​چارواکي او کارپوهان د مونسون غیر معمولي بارانونه او سیلابونه د اقلیم د بدلون له امله اغیزمن بولي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سپټمبر په نهمه پاکستان او سیلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

د دې اونۍ په پیل کې، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډه د 160 ملیون ډالرو مالي مرستې غوښتنه وکړه.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې په خپل تازه راپور کې د قربانیانو په شمېر کې د ۵۷ تنو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې د قربانیانو او بې ځایه شویو د شمېر له زیاتېدو سره پاکستان ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د مرستې پخوانۍ غوښتنې د نړیوالې ټولنې چټک غبرګون راوپاراوه.