د ایران او پاکستان مشران په نیویارک کښې د ملاقات نیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i121242-د_ایران_او_پاکستان_مشران_په_نیویارک_کښې_د_ملاقات_نیت_لري
دا به په څه کم دریو اونیو کښې د ایران د ولسمشر او د پاکستان د وزیراعظم دویم ملاقات وي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2022 03:03 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان مشران په نیویارک کښې د ملاقات نیت لري

دا به په څه کم دریو اونیو کښې د ایران د ولسمشر او د پاکستان د وزیراعظم دویم ملاقات وي

د پاکستان وزیراعظم به د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره ملاقات وکړي

دا به په څه کم دریو اونیو کښې د ایران د ولسمشر او د پاکستان د وزیراعظم دویم ملاقات وي.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف چې پرون له لندن څخه امریکې ته لاړ، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره ملاقات وکړي.

په سمرقند کښې د ولسمشر رئیسي او شهباز شریف ترمینځ شوې کتنې کښې چې موافقه وشوه چې پاکستان د انرجۍ د برخې په شمول د دوه اړخیزو سوداګري ملګرتیاؤ د پراختیا په هکله د بحث لپاره یو پلاوی ایران ته راولیږي.