د افغانستان ثبات د پاکستان لومړیتوب دی
افق خبري اژانس وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل: سوله ییز ، باثباته او امنه افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی.
پاکستان چې د طالبانو د حکومت د تر ټولو مهم ملاتړي په توګه ګڼل کیږي له تیر کال راهسې د طالبانو په رسمیت نه پیژندلو باندې د اندیښنې په ښودلو سره په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د طالبانو د ملاتړ کولو په ترڅ کښې د افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره شرایط برابر کړي.
د پاکستان په خارجه چارو کښې سلاکارې وزیرې میرمن حنا رباني کهر په یوه ټویټ پیغام کښې وویل چې وړمه ورځ د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري په کتنه کښې دواړو هیوادونو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ.
حنا رباني کهر وویل د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د ثبات په اهمیت او د سیمې په امنیت کښې د هغه په رول باندې ټینګار سره د طالبانو له حکومت سره د نړیوال تعامل د زیاتیدا غوښتنه وکړه.
امریکا، بریتانیا اور نور لویدیځ هیوادونه د افغانستان د بدبختیو، ناکراریو او د اقتصادي مشکلاتو اصلي مسوولان دي.