دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچ د حل لپاره ګډه کمېټه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123952-دافغانستان_اوپاکستان_ترمنځ_د_سرحدي_کړکېچ_د_حل_لپاره_ګډه_کمېټه_جوړیږي
ذبیح ا...مجاهد نن وویل چې له پاکستان سره د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره یوه ګډه کمېټه کار کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2022 10:05 Asia/Kabul
  • دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچ د حل لپاره ګډه کمېټه جوړیږي

ذبیح ا...مجاهد نن وویل چې له پاکستان سره د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره یوه ګډه کمېټه کار کوي

د طالبانو د ویاند په وینا، اسلامي امارت پلان لري چې له پاکستان سره د وروستیو سرحدي شخړو د مخنیوي او حل په موخه د دواړو هېوادونو له استازو سره ګډه کمېټه جوړه کړي.

افغان غږ خبری آژانس له راپور سره سم  ذبیح ا...مجاهد نن وویل چې له پاکستان سره د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره یوه ګډه کمېټه کار کوي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له ګاونډیو هیوادونو سره د سرحدي شخړو مخالف دی.

مجاهد ویلي: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې له هیڅ ګاونډي هیواد سره شخړه ونه کړي. د افغانستان خلک په دې وروستیو کې سولې ته رسېدلي دي. موږ نه غواړو د خلکو سوله ګډوډ کړو. په ورته وخت کې موږ غواړو د خپلو پولو او خاورې ساتنه وکړو.

 د کُرم ایجنسی سیمه کې ځايي خلک وایی د اغزن تار لګولو له امله د دوی سلګونه هکتاره ځمکه پافغانستان لوري ته پاتې شوې ده. په داسې حال کې چې طالبان دا خبره نه مني .

ویل شوي، چې د دې ستونزې د حل په موخه د دواړو لورو پلاوي سره کتلي، خو تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د پاکستان د بوړکي او د خرلاچي کلیو مشرانو او خلکو وویل چې د افغانستان طالبانو د دوې څوارلس سوه جریبه ځمکه په خپلې سلطې کښې وروستلي ده او دغه ډله اوس غواړي چې د طوري قوم په ځمکو کښې یو سړک جوړ کړي.

د پاکستان د  کرمې د بوړکي او د خرلاچي کلیو مشرانو او خلکو د پاکستان له پوځ څخه غوښتي دي چې د افغانستان د طالبانو د غیر قانوني اقداماتو مخه ونیسي او طوري قبایلو ته دې خپلې غصب شوي ځمکې بیرته ورستنې کړي.