Nov 29, 2022 07:21 Asia/Kabul
  • نوښار کښې د خوشال بابا په اړه سیمینار او مشاعره وشوه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په نوښار کې پرون خوشال کور ټولنې د خوشال بابا په اړه د لسګونو مشهورو پښتنو فرهنګیانو په ګډون سیمینار او مشاعره وکړه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په نوښار کې پرون خوشال کور ټولنې د خوشال بابا په اړه د لسګونو مشهورو پښتنو فرهنګیانو په ګډون سیمینار او مشاعره وکړه.

دا سيمينار او مشاعره د اعجاز خان په حجره کی وشوه، چې د پښتونخوا يو شمېر مشهورو فرهنګي څېرو پکې ګډون او ویناوې وکړې.

پروفيسور اباسین یوسفزی، رحمت شاه سائل، کلثوم زيب او یو شمېر نورو فرهنګي څېرو په دې سيمينار کې ویناوې او اسفندیار خان د موسیقۍ پروګرام وکړ.

د غونډې په پای کې د کتابونو نندارتون هم و، چې ګډونوالو پکې له تازه پښتو آثارو ليدنه وکړه او د خوښې وړ اثار يې وپېرل.

 

ټیګونه