په کابل کې د خپلو ډيپلوماټانودامنيت لپارې تابیاوې نیسو
Dec 04, 2022 10:57 Asia/Kabul
په دې ډزو کې د پاکستان د سفارت یو امنیتي کس سخت ټپي شوی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په کابل کې د پاکستان د سفارت د امنيت ساتلو لپاره د ځانګړو تدابيرو خبر ورکړی.
نوموړي د دغو تدابيرو په اړه نور توضیحات نه دې ورکړې.
وړمه ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت ناڅرګندو کسانو ډزې وکړې، چې ويل کيږي اصلي هدف ېې د پاکستان د شارژدافیر په نښه کول وو.
په دې ډزو کې د پاکستان د سفارت یو امنیتي کس سخت ټپي شوی.
صادق خان ویلي، چې نوموړی د درملنې لپاره په عاجل ډول پېښور ته لېږدول شوی دی .
ټیګونه