ویزه نه لرونکي افغانان دې له پاکستانه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124880-ویزه_نه_لرونکي_افغانان_دې_له_پاکستانه_ووځي
د پاکستان حکومت  هغو افغانانو ته  له پاکستانه زرترزره د وتلو الټي میټم ورکړ چې ویزې نه لري او په دغه هیواد کې میشت دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2022 01:13 Asia/Kabul
  • ویزه نه لرونکي افغانان دې له پاکستانه ووځي

د پاکستان حکومت  هغو افغانانو ته  له پاکستانه زرترزره د وتلو الټي میټم ورکړ چې ویزې نه لري او په دغه هیواد کې میشت دي.

 د شوروي سرۀ پوځ او دغه راز د ۲۰۰۱کال څخه وروسته دامریکائي پوځ   له نیواک وروسته کابو څلورو لسیزو راهسې په میلیونونو  افغانان  له خپلو کورونو کډه په سر شوي او تر دې دمه د کډوالۍ شپې سبا کوي. د ایران اسلامی جمهوریت یو هغه هیواد دی چې  په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې  د څه دپاسه پنځو میلیون افغان کډوالو  اوپاکستان هم د څه دپاسه درو میلیونو  کډوالوکوربه هیوادونه دي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دپاکستان حکومت پرون په یوې اعلامیې کې په ډ اګه وئيلي دي، دافغان کډوالو پشمول دبهرنیو  ښاریزو  د ویزو ترختمیدا کابو دوه اونۍ وخت پاتې دی ، پر دې اساس بهرني وګړي باید د میلادي کال تر ختمیدا مخکې له پاکستانه ووځي  که داسې نه وي نو قانوني اقداماتو سره به مخ  او وبه نیول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، په دغه هیواد کې بهرني میشت وګړي پابنده دي د ویزو دتمدیدیدا  او د وتلو د مجوز د اخستو لپاره دې  اقدام وکړي.

وئیل کیږي، په همداوروستیو کې  په پاکستان کې دیره افغان مهاجرو،د پاکستان د کورنیو چارو له وزارته د ټيلیفون له لارې  خبرداري ترلاسه کړي دي چې  د پاتیکیدا له ټاکلې مودې وورسته به وینول شي او پاکستان ته د ورتلو په تور لیسټ کې به شامل شي. دپاکستانیو چارواکو الټي میټم په داسې حال کې دی  چې په پآکستان کې دیره افغان  ښاریز وائي ، څه دپاسه یو کال کیږي، چې په دغه هیواد کې ئې د پاتیکیدو دتمدید لپاره غوښتې کړيخو تر دې دمه ئې دپاتیکیدا مدرک  نه دی ورکړل شوی.

Image Caption