ملگری ملتونه دی افغان کډوالو ته لازیاته توجه وکړي.
حقاني په افغانستان کې دزده کونکو انجونو په باب د طالبانو د حکومت سختو دریځونو ته له اشارې پرته مدعی شو، په ګاونډیو هیوادونو کې افغان مهاجرین د تعلیم او روغتیائی چارو له حقه محروم پاتې دي چې باید دوي ته دې د ښونې او نوره ضروري اړتیاؤ زمینې برابرې شي.
د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت دکډوالو د چارو وزیر خلیل الرّحمن حقاني پورن په کابل کې د کډوالو د چارو د وزارت د مرکزی او ولایتي برخو دغږملونې په ناستې کې ووئیل، له درستو مرسته کونکو اورګانونو په تیره بیا له ملګروملتو غواړو ، چې د مهاجرینو د مشکلاتو دحل لپاره دې دمونږ په څنګ کې ودریږي او د کډوالو مشکلاتو ته دې لازیاته پاملرنه وکړي.
حقاني په افغانستان کې دزده کونکو انجونو په باب د طالبانو د حکومت سختو دریځونو ته له اشارې پرته مدعی شو، په ګاونډیو هیوادونو کې افغان مهاجرین د تعلیم او روغتیائی چارو له حقه محروم پاتې دي چې باید دوي ته دې د ښونې او نوره ضروري اړتیاؤ زمینې برابرې شي.
د طالبانو د مهاجرینو د چارو زویر دپاکستان د حکومت په وسیله د څه دپاسه دوه زره غیر قانوني افغان مهاجرو بندیکیدا ته په اشارې سره هم ووئیل، له ګاونډیو هیوادونو غواړي ، هغه غیر قانوني افغان کډوال چې بندیان کړي ئې دي خوشي کړي.په عین حال کې د طالبانو د مهاجرینو دوزارت یوه لوړپوړي چارواکي محمد اجمل هم په دغو دستورو کې ووظیل، دغه وزارت هڅه کوي ، د مهاجرینو دمشکلاتو د حل لپاره د مرسته کونکو او داخلی اورګانونو له لارې ولټوي او نوره به د غیر قانوني مهاجرینو د تګ راتګ مخه ونیسي.