پاکستان د طالبانو د فیصلې د بدلیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125194-پاکستان_د_طالبانو_د_فیصلې_د_بدلیدا_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان د افغانستان د طالبانو له موقته حکومته وغوښتل د انجلیو د لوړو زده کړو د بندیز په فیصلې کښې بیا کتنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2022 01:45 Asia/Kabul
  • پاکستان د طالبانو د فیصلې د بدلیدا غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان د افغانستان د طالبانو له موقته حکومته وغوښتل د انجلیو د لوړو زده کړو د بندیز په فیصلې کښې بیا کتنه وکړي.

د پاکستان خارجه وزارت په افغانستان کښې د ښځو د لوړو زده کړو په زده کړې باندې بندیز ته په غبرګون کښې وویل په افغانستان کښې د ښځو په لوړو زده کړو باندې د بندیز له فیصلې سره په مخالفت کولو کښې د اسلام اباد دریځ واضح دی نو ځکه خو پاکستان په دې زمینه کښې د طالبانو د  موقته حکومت په فیصلې کښې د بیا کتنې کولو غوښتونکی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ د اسلامي حکمونو او د اصولو پراساس هر سړی او هره ښځه د زده کړې حق لري پر دې اساس د طالبانو چارواکي باید په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو ورازت په خپلې نوي فیصلې کښې وویل ښځینه محصیلینې به تر راتلونکي اطلاع پورې پوهنتونونو ته د تلو اجازه ونلري.

دغه فیصله د طالبانو د موقته حکومت د کابینې له غونډې وروسته شوي ده.

دغه فیصله د طالبانو تر حکومت لاندې د ښځو او د انجلیو حقوقو ته نوی ګوزار ګڼل کیږي.