د پاکستان د کویټه ښاریز شپیته بچیان لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه د یوه ښاریز جان محمد یو بل بچی زیږیدلی او اوس د ده د بچیانو شمیر شپیتو ته رسیدلی دی.
د کویټه د دغه ښاریز درې ښځې لري او د شپیتو بچیانو پلار دی او د نوموړي پینځه بچیان مړه شوي هم دي.
د جان محمد پینځه پنځوس بچیان همدا اوس ژوندي او ښه صحت مند دي.
د کویټه دغه ښاریز جان محمد وايي چې په نوي میلادي کال کښې د نوي ماشوم په زیږیدا سره زه ډیر خوشحاله یم.
هغه وویل ما د نوي زیږیدلي ماشوم نوم حاجي خوشحال خان کیښودلی دی.
د کویټه د دغه ښاریز درې ښځې او بچیان په یوه کور کښې وسیږي.
جان محمد د نرسنګ کار کوي او هغه په یوې سیمې کښې کلینک چلوي.
د کویټه دغه ښاریز جان محمد اوس غواړي چې یوه بله ښځه وکړي او هغه د څلورمې میرمنې په لټه کښې دی.
جان محمد مخکې ویلي وو چې زما هدف د سلو بچیانو پیدا کول دي او د زیاتو بچیانو په زیږولو سره زه د خدای پاک مننه کوم.