د واده په وخت ژړا
د تهران د پښتو خپر نې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د واده په وخت ژړا په نامې سره له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو چې د وحشی امریکائي ترهه ګر پوځ په لاس د ایران د سیریک ټاپو په کوهستک سیمې کې د واده پر دستورو د وحشي ډوله حملې له امله د وینې بهیدا په اړه دی ، هیله ده له وحشی او دانسانیت له دښمن امریکائي پوځ څخه مو کرکه اونفرت لازیات شي له دغه مطلب استفاده وکړئ.
قدرمنو دوستانو لکه څنګه چې پوهیږئ، د واده جشنونه د ژوند د خوښۍ او پیل نښه ده؛ خو د انسانیّت په ضدد امریکا د جنګونو په تورتمې کارنامې کې داسې مراسم هم ثبت شوي چې د خوښۍ پر ځای په وینو او ویجاړۍ سره پای ته رسېدلي دي.
د واده مراسم او د واده جشن په هر کلتور او هرې سیمې کې د خوښۍ، هیلو او د یوه نوي ژوند د پیل نښه ده؛ یوه داسې شېبه ده چې کورنۍ سره راټولېږي، څو د یوې مینې او عاطفي اړیکې د رامنځته کېدو جشن ولمانځي.
خو د نړۍ په ځینو برخو کې همدا د خوښۍ شېبې په داسې صحنو بدلې شوې چې له وینو او غمه ډکې شوي دي؛ داسې ځایونه چې د موسیقۍ غږ د چاودنو له غږ سره بدل شوی او د یوې کورنۍ د خوښۍ جشن د یوه ملت پر ویر او ماتم بدل شوی دی.
په تېرو کلونو کې د وحشي امریکائي ترهه ګرو ځواکونو یا د امریکا تر ملاتړ لاندې ائتلافونو له خوا پر هغو سیمو د هوائي بریدونو ګڼ راپورونه خپاره شوي چې هلته د واده مراسم یا کورنۍ غونډې روانې وې. په دغو بریدونو کې لسګونه ښځې، ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه قربانیان چې نه د جنګ په ډګر کې وو او نه ئې په سیاسي او پوځي شخړو کې کوم رول درلود، خو ناڅاپه د هغو بمونو او توغندیو هدف وګرځېدل چې د امریکا له خوا توغول شوي وو.
دا موردونه یوازې د څو پوځي تېروتنو کیسې نه دي؛ بلکې د امریکا د جنایتونو د تورې کارنامې یوه برخه ده. داسې جنایتونه چې په هغو کې د بېګناه انسانانو ژوند څو څو ځله د پوځي او سیاسي پرېکړو قرباني شوی دی.
له افغانستان څخه تر عراق او نورو سیمو پورې داسې کورنۍ شته چې د واده او خوښۍ خاطرې ئې د ویجاړۍ او د خپلو قدرمنو د له لاسه ورکولو له انځورونو سره تړلې پاتې دي.
نو و ګلونو آوریدونکو او کتونکو په دغه ځانګړي مطلب کې غواړو هغو جنایتونو ته اشاره وکړو چې امریکا په خپلې تورتمې کارنامې کې ثبت کړي دي
ګرانو اورېدونکو، له افغانستان رانیولې تر عراق پورې، د امریکا یا د دغه هېواد د ملاتړ وړ ځواکونو د هوايي بریدونو په اړه داسې راپورونه خپاره شوي چې په هغو کې د ښځو او ماشومانو پشمول عام وګړي وژل شوي دي.
د واده جشن په ټولو کلتورونو کې د خوښۍ، هیلو او د یوه نوي ژوند د پیل نښه ده.
کورنۍ د دغه ورځې د رارسېدو لپاره میاشتې میاشتې پلانونه کوي؛ کورونه چمتو کېږي، مېلمانه سره ټولېږي او هغه شېبه چې باید د یوې خوږې خاطرې پیل وي، د کورنیو په ذهنونو کې ثبتېږي.
خو کله ناکله د زمانې د جنایتکارانو وحشي ډ وله چلندونه همدا له خوښۍ او رڼا ډکې شېبې په تراخو او تورو صحنو بدلوي؛ داسې جشنونه چې د موسیقۍ د غږ پر ځای د چاودنو په غږ پای ته رسېدلي او داسې کورنۍ چې د مبارکۍ ویلو پر ځای اړ شوې دي خپل قدرمن خاورو ته وسپاري.
په تېرو دوو لسیزو کې، په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځي عملیاتو او همدارنګه په سیمې کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ائتلافونو د عملیاتو پر مهال د هوائي بریدونو او یا داسې عملیاتو څو موردونه راپور شوي چې په هغو کې د واده مراسم یا کورنۍ غونډې په نښه شوې او یا پکې موجود عام وګړي وژل شوي دي.
د دغو جنایتونو له لومړنیو بېلګو څخه یوه په افغانستان کې د ارزګان ولایت د کاکرک کلي پر مراسمو برید و چې د ۲۰۰۲ کال د جولائی په لومړۍ نېټه ترسره شو.
هغه مهال په افغانستان کې د امریکا د جنګ له پیل څخه یوازې څو میاشتې تېرې شوې وې.
په کاکړک کلي کې یوه کورنۍ د واده د مراسمو لپاره سره غونډه شوې وه؛ داسې مراسم چې باید د زرګونو نورو افغان جشنونو په څېر د یوې افغان کورنۍ لپاره د یاد وړ او خوږه شپه وای.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د مراسمو پر مهال ډزې وشوې؛ یو داسې رواج او دستور ، چې د افغانستان په ځینو سیمو کې دود و.
خو امریکايي نیواکګرو عسکرو ادعا وکړه چې دغه ډزې یې د دښمن د ډزو په توګه تعبیر کړې دي.
له دې وروسته بریدونه وشول چې د ګڼ شمېر خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شول.
د قربانیانو شمېر په بېلابېلو سرچینو کې مختلف ښودل شوی، خو سیمهییزو راپورونو د ښځو او ماشومانو پشمول ، د لسګونو کسانو،د وژل کېدو خبر ورکړی و.
څو کاله وروسته، د عراق په ضد د امریکا د پر مهال ورته پېښه د عراق د الانبار ولایت په مکرالذیب سیمې کې رامنځته شوه.
عراق په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا له برید وروسته د سختې بېثباتۍ یوه تور تم پړاؤ ته داخل شوی و.
د ۲۰۰۴ کال په مئ میاشت کې داسې راپور خپور شو چې یوه هوايي حمله پر هغه ځای شوې وه چې د واده مراسم پکې ترسره کېدل.
د سیمهییزو شاهدانو د څرګندونو له مخې، کورنۍ د واده د جشن لپاره ټولې شوې وې او د قربانیانو په مینځ کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
عراقي چارواکو د امریکائي پوځ په دغه ناځوانمردانه بمبارئ کې د وژل شویو کسانو شمېرکابو ۴۲ تنه اعلان کړ.
په افغانستان کې د دغه ډول جنایتونو یوه بله پېښه په ۲۰۰۸ کال کې د ننګرهار ولایت په دهبالا ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
په دغې پېښې کې د خلکو هغه کاروان چې د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره روان و، د هوايي برید هدف وګرځېد.
د افغانستان حکومت او ځینو بشري حقوقي ادارو اعلان وکړ چې په د غه غیر انسانی جنایت کې د ښځو او ماشومانو پشمول ، ۴۷ عام وګړي وژل شوي دي.
د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې هم د افغانستان د کندهار ولایت په وج بغتو سیمې کې بله پېښه رامنځته شوه چې نوم یې د یوه واده له مراسمو سره تړل شوی دی.
سیمهییزو راپورونو ویلي چې هوايي برید د لسګونو کسانو، د ښځو او ماشومانو په ګډون، د وژل کېدو لامل شوی دی.
افغان چارواکو او د سیمې اوسېدونکو قربانیان د یوې کورنۍ د مراسمو ګډونوال بللي وو.
په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان لوګر ولایت هم د یوه بل جنایت شاهد و چې په سیمهییزو راپورونو کې له یوه واده سره تړاو ورکړل شوی و، او په دغې غمیزې کې هم په لسګونو ښځې ماشومان او عام وګړي وژل شوي وو.
خو دا جنایتونه یوازې تر افغانستان او عراق پورې محدود نه وو. په یمن کې هم په ۲۰۱۳ او دغه راز په ۲۰۱۵ کال کې د تعز ولایت په څو سیمو کې د وادونو پر دستورو بریدونو لسګونو کسان قرباني کړل دا بریدونه د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ترسره کړی و؛ هغه ائتلاف چې د امریکا له سیاسي او پوځي ملاتړه برخمن و. ملګرو ملتو او بشري حقوقو بنسټونو څو ځله د یمن په ضد د جنګ د بشري پایلو او د ملکي قربانیانو د شمېر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و.
خو تر ټولو نوې قضیه چې یو ځل بیا ئې د متحده ایالاتو کړنې د جنایت په بڼه وښودلې، د ایرن د اسلامی جمهوریت د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک کې پر یوه واده د برید غمیزه وه. د ۲۰۲۶ کال د ستمبر په لومړۍ نېټه، د جنوبي ایران پر سیمو د امریکا د بریدونو پر مهال، په کوهستک کې یوه ودانۍ، چې یوه کورنۍ پکې د واده مراسمو د ترسره کولو لپاره سره غونډه شوې وه، د وحشي امریکایانو له برید سره مخ شوه.راپورونو د څو یوه څلور کلن ماشوم پشمول ډڅو وګړو، چې ښځې هم پکې شاملې وې، د وژل کېدو او د لسګونو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د دې پېښې جزیات د رامنځته شوې پېښې لا تراخې او دردونکې برخې رابرسېره کړې. نیویارک ټایمز په یوه راپور کې د دغه برید په اړه ولیکل چې په کوهستک کې د واده مراسم، د جنوبي ایران د ډېرو دودیزو جشنونو په څېر، په خوښۍ او ارامۍ پیل شوي وو؛ ښځې د حنا یا نکریزو په نقشونو سره په مراسمو کې ګډونوالې وې، ماشومان د کور په انګڼ کې لوبېدل او یوې کورنۍ له مېلمنو څخه د هرکلي لپاره ځان چمتو کاوه.
خو په لنډې شېبې کې هر څه بدل شول. پر هغې ودانۍ، چې مراسم پکې ترسره کېدل، د بم لګېدو له امله چت راولوېد او هغه جشن چې ټاکل شوې وه د یوې کورنۍ لپاره یوه خوږه خاطره شي، په داسې صحنې بدل شو چې له کنډوالو، وینو او د ژغورل شویو کسانو له لټون څخه ډکه وه.
د دې راپور له مخې، د یوې ځوانې جوړې د واده د جشن لپاره لسګونه کسان په دې ودانۍ کې راټول شوي وو چې شاوخوا د شپې په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو، د مراسمو ځای له ناڅاپي د توغنديو د غورا ښکار شو. د نیویارک ټایمز څېړنو، د وسلو د یوه کارپوه له ارزونې سره یوځای، وښودله چې په دغه برید کې کارول شوې مهمات له هغو وسلو سره مطابقت لري چې امریکايي ځواکونه ئې کاروي.
د ایران د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې په دغه برید کې لږ تر لږه د مراسمو پنځه مېلمانه، چې یو څلور کلن ماشوم هم پکې شامل و، خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۶۷ نور کسان ټپیان شول.
د دغو مراسمو له مېلمنو څخه یوې ښځې، چې «مطهره» نومېږي او له واده مخکې د حنا یا نکریزو په مراسمو کې د هغې د ګډون انځورونه خپاره شوي وو، له برید وروسته د پاتې ویجاړیو یو انځور خپور کړ او وې لیکل:«ټاکل شوې وه چې نن شپه د مینې او خندا شپه وي، خو واده په ماتم بدل شو او یوه خوږه شپه به د تل لپاره تراخه پاتې شي.
له برید وروسته خپرو شویو انځورونو کې د سیمې اوسېدونکي لیدل کېدل چې د زیانمنو ودانیو ترمنځ په څراغونو سره د ټپیانو په لټه کې ګرځي او د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي چې قربانیان له خاورو او کنډوالو څخه راوباسي.
په سیمې کې د پاتې شویو مهماتو د ټوټو څېړنې د دغه برید په اړه لا ډېرې پوښتنې راپورته کړې. نیویارک ټایمز دغه پاتې شوني د امریکا د پوځ د مهماتو د شنډولو پخواني تخنیکر «ټریور بال» ته وسپارل. هغه اعلان وکړ چې پاتې شوې ټوټې د امریکايي JSOW بم له ځانګړنو سره مطابقت لري.
د دغو څېړنو له مخې، د بم وروستۍ ورزرې، د بدنې پوښ او د پاتې شویو پېچونو بڼه د دې ډول امریکايي مهماتو له ځانګړنو سره همغږي وه. همدارنګه، هغه ویډیو چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ په همدې ورځ خپره کړې وه، د یوه امریکايي جنګي الوتکې تر وَزر لاندې ئې ورته یو بم ښودلی و
د دغه برید یوه شاهد، «کیان» نومي کیمره مِن، وویل چې له چاودنې څو شېبې وړاندې ئې په آسمان کې د یوه شي د تېرېدو په څېر غږ اورېدلی و. هغه روایت وکړ چې له چاودنې وروسته برېښنا او ټیلیفوني اړیکې پرې شوې او د باروتو بوی د سیمې فضا ډکه کړه. کله چې د پېښې ځای ته ورسېد، د ژړا او چیغو غږونه اورېدل کېدل او خلکو ټپي ماشومان په غېږې کې نیولي وو او په هره وسیله چې ورته په لاس ورغلې، ټپیان ئې روغتون ته لېږدول.
د دغه شاهد په وینا، د ودانۍ هغه برخه چې پرې برید شوی و، په مراسمو کې د ښځو د شتون ځای و؛ له همدې امله د قربانیانو او ټپیانو د پام وړ شمېر ښځې او ماشومان وو.
د قربانیانو په منځ کې د «امیرمحمد کریمي» په نوم یو څلور کلن ماشوم هم و، چې ټاکل شوې وه ډېر ژر وړکتون ته لاړ شي. د هغه مور ویلي وو چې نوموړی په دې واده کې د ګډون لپاره ډېر خوښ او خوشاله ؤ او له خپلې ۱۴ کلنې خور سره یوځای مراسمو ته تللی و؛ خو بیا هېڅکله کور ته ستون نه شو.
هغه څه چې تاسو واورېدل، یوازې د څو تیت پرکو پېښو روایت نه و؛ بلکې د هغې کرغیړنې کړنلارې په یوې برخې بیاکتنه وه چې پکې د متحده ایالاتو پوځي پرېکړې څو څو ځله د بېګناه انسانانو د ژوند په بیّه تمامې شوې دي. له افغانستان او عراقه رانیولې تر یمن او د ایران تر جنوبي سیمو پورې، د دغو بریدونو پاتې انځورونه او روایتونه د هغو کورنیو کیسه کوي چې د هغو جنګونو قرباني شوې دي چې هغوی نه عسکر وو او نه ئې په سیاسي شخړو کې کوم رول درلود.
هغه ماشومان چې باید د خپلو کورنیو په غېږ ې کې د ژوند شېبې تېرې کړي؛ هغه ښځې چې یوازې د یوې کورنۍ د جشن لپاره سره ټولې شوې وې؛ او هغه خلک چې خپل عادي ژوند ئې کاوه؛ خو د هغو بمونو او توغندیو ټارګټ شول چې د وحشي امریکا د څاروي ډوله پوځ یا د دغه هېواد د ملاتړ وړ متحدینو له لورې توغول شوي وو.
د امریکا کړنلاره له هغو بېلګو ډکه ده چې د جنګي جرمونو او د بشري حقوقو د ښکاره سرغړونو مصداق ګڼل کېږي؛ له استوګنیزو سیمو له بمبارۍ رانیولې، تر هغو بریدونو پورې چې پر کورنیو مراسمو او هغو جشنونو ترسره شوي چې باید د ژوند او هیلې نښې وای.
دا جنایتونه د هغو انسانانو روایت دی چې د جنګ په جبهو کې نه، بلکې په خپلو کورونو، کوڅو او د خپلو کورنیو په منځ کې د امریکا د وحشیانه سیاستونو قرباني شول.
= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه غمجن او زړه راکښونکي مطلب وخت هم همدومره نو خپل خیال ساتئ د خپلې کورنئ خیال ساتې او پر مهربان او لوي خدای مو سپارو، نیکمرغه ژوند ولرئ.
ژباړن!(سیماب)
************************************************************************************************************************************