پاکستان کښې د تحریک طالبان پنځه غړي ونیوې شول
Jan 08, 2023 04:14 Asia/Kabul
د پنجاب پولیسو د پاکستان تحریکِ طالبان د پنځو ترهګرو د نیولو خبر ورکړی دی
د پنجاب پولیسو د پاکستان تحریکِ طالبان د پنځو ترهګرو د نیولو خبر ورکړی دی
د پنجاب صوبايي پولیسو پرون وویل چې په دغې صوبې کښې یې د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې پنځه غړي ونیول.
د خبري سرچینو د خبر له مخې، دغه ترهګر په لاهور، ګوجرانواله او ساهیوال کښې نیول شوې دي او ورڅخه وسلې او مهمات او د ځانمرګو جاکټونو د جوړولو تجهیزات هم نیول شوي دي.
د پنجاب پولیس وايي چې پر دغو پنځو ترهګرو سربیره د په تیره اونۍ کښې له طالبانو سره د تړاؤ په شک د ۱۳۰ کسانو په نیول کیدو سره د څو پلان شویو ترهګرو بریدونو مخنیوی وشه.
ټیګونه