دیني عالمانوپه پاکستان کې ترهه ګر اقدامات  حرام  وبلل
(last modified Tue, 10 Jan 2023 11:56:21 GMT )
Jan 10, 2023 16:26 Asia/Kabul
  •   دیني عالمانوپه پاکستان کې ترهه ګر اقدامات  حرام  وبلل

په فتوا کې راغلی دي،د پولیسو او نورو پوځي ما مورانو په ضد د وسلو په لاس کې پورته کول ، له شریعت سره په تضاد کې دي او هرڅوک  چې  د  پاکستان د اساسی قانون او نورو قوانینو  په ضد  اقدام وکړي، د قانون په اساس به سزا شي.

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د پاستان د خیبر پختونخواه صوبې دمذهبی مدرسو عالمانو او استاذانو  نن دی وې ګډې اعلامیې په خپرولو  او دیوې ګډې فتوا په صادرولو سره ، پر امنیتي ځواک  دوسلو راکاږل د اسلامی احکامو اوشرعې په اساس حرام وبلل.

په دغې فتوا کې راغلی دي، د پولیسو او نورو پوځي ما مورانو په ضد د وسلو په لاس کې پورته کول ، له شریعت سره په تضاد کې دي او هرڅوک  چې  د  پاکستان د اساسی قانون او نورو قوانینو  په ضد  اقدام وکړي، د قانون په اساس به سزا شي.

دغه فتوا د پيښور د دارلعلوم، دحقانیه دارلعلوم  او د المدارس  د ادارې پشمول د سیمې  ددیني مدرسو  عالمانو له خوا صادره شوې ده.

د صا درې شوي فتوا په اساس، هرڅوک د جهاد داعلان حق نه لري او یوازې دپاکستان حکومت چې   دیوه اسلامی حکومت  په عنوان سره دندې ترسره کوي، له دغه حقه برخمن دی.

 تحریک طالبان پاکستان  ترهه ګرې ډلې  له څه موده  راهسې  د اسلام اباد له حکومت سره  دسولې د خبرواترو له ناکامۍ وروسته  ترسره شوی اور بند هم لغوه اعلان کړی او  دغه راز ئې په درست پاکستان کې د ح کومتي او عمومي ځایونو په ضد خپلو ترهه ګرو اقداماتو او حملو  اوبم  چاودنو ته دوام ورکړ چې د پاکستان حکومت ئې   ورته اقداماتو ته مجبوره کړ او دغه راز د پاکستان حکومت د افغانستان طالبان هم وګواښل چې  دټي ټي پي وګړو ته دې چې په افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري،  په دغه هیواد کې دپآتیکیدا اجازت نه ورکوي ،که داسې نه وي نو په افغانستان کې به دهغوي په ضد پوځي عملیات وکړي.  چې دغې چارې د پاکستان دحکومت او د افغانستان د طالبانو اړیکې هم ترینګلي کړې دي.

البته په همداوروستیو کې ځيني خبرونه خپره شوي چې ښئ   له ګواښل کیدا وروسته ،تحریک طالبان  پآکستان  ددغه  هیواد له حکومت سره خبرواترو او اوربند ته چمتو شوي دي.

Image Caption

 

ټیګونه