Jan 25, 2023 06:06 Asia/Kabul
  • پاکستاني عالمانو له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ټینګاروکړ

په اسلام اباد کې د اهل سنتو او شیعیانو لوړ رتبه عالمانو په یوه ګډه غونډه کې په پاکستان کې د اسلام په نوم د وسله والو تاوتریخوالیو د زیاتیدا او ترهه ګرو عناصرو پرضد ګډه بیانیه صادره کړه .

 

د ایرنا له راپور سره سم د  پاکستان لوړ رتبه عالمانو او دیني پوهانو په هیواد کې د ترهه ګرو عناصرو له اقداماتو د برایت په اعلانولو سره د اسلام د شریعت په نوم  هر ډول تاوتریخوالې او وسله وال خوځښتونه حرام اعلان کړل .

په اسلام اباد کې د اهل سنتو او شیعیانو لوړ رتبه عالمانو  په یوه ګډه غونډه کې په پاکستان کې د اسلام په نوم د وسله والو تاوتریخوالیو د زیاتیدا او ترهه ګرو عناصرو پرضد ګډه  بیانیه صادره کړه .

د پاکستان ستر مفتی تقی عثماني هم یوه فتوا صادره کړی ده چی پکې د پاکستان دولت پرضد هر ډول وسله وال فعالیت حرام بلل شوی دی .

پاکستانی عالمانو ویلی دی تکفیر او د مسولانوغیرمسلمان بلل او یا د هیواد اورګانونه چی د اسلام په اساس جوړشوي دي هیڅ توجیه نلري او دمذهبونو مشرانو له دغه ډول عناصرو خپل برایت اعلانوي .

دغه عالمانو د پاکستان د تحریک طالبان ترهه ګرې ډلې افراطي لیدتوګې رد کړي دي .

 

 

ټیګونه