د انګلستان د پوځ قومندان پاکستان ته تلی دی
(last modified Tue, 30 May 2023 02:23:47 GMT )
May 30, 2023 06:53 Asia/Kabul
  • د انګلستان د پوځ قومندان پاکستان ته تلی دی

د انګلستان د پوځ قومندان له پاکستان سره په دفاعي او پوځي برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوې کولو په موخه اسلام آباد ته لاړ

د انګلستان د پوځ قومندان له پاکستان سره په دفاعي او پوځي برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوې کولو په موخه اسلام آباد ته لاړ

د پاکستان د پوځ قومندان عاصم منیر هم د روان کال په فرورۍ میاشت کښې د خپل انګریز همرتبه په بلنه لندن ته سفر کړی و.

د پاکستاني رسنیو له قوله د ایرنا د خبر له مخې، د انګلستان د پوځ قومندان جنرال پاټریک سنډرز چې د عاصم منیر په بلنه اسلام آباد ته تلی دی، وویل: د دغه پنځه ورځني سفر هدف د پاکستان له پوځي او امنیتي قومندانانو سره ملاقاتونه او په پوځي او امنیتي برخه کښې د اړیکو پیاوړې کول دي.

پاکستان ته د انګلستان د پوځ د قومندان سفر چې په سیمه کښې له چټکو بدلونونو سره هممهاله ترسره کیږي، له اسلام آباد سره د لندن د اوږدمهاله دفاعي ملګرتیاؤ او موافقې یوه برخه ده.