پنجاب کې ترافیکي پېښې ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان په پنجاب ایالت کې تېره شپه د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
پنجاب کې ترافیکي پېښې ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان په پنجاب ایالت کې تېره شپه د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د دغه هېواد د رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د اسلام اباد ـ لاهور ښارونو ترمنځ په لویه لاره د کلرکهار په سیمه کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل تخنیکي ستونزې په ګوته کړي چې په وینا یې بس موټر د تګ پر مهال بریکونو کار پرېښودلی چې له امله یې له کنټروله وتلی او یاده پېښه رامنځټه شوې ده.
دوی زیاتوي، د پېښې د رامنځته کېدو وروسته یې تړل شوې لار بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستې او ټپیان یې هم روغتون ته د درملنې په موخه لیږدولي دي.