دسویډن د شیانوبایکاټ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو
Jul 02, 2023 06:07 Asia/Kabul
په سویډن کې د قران کریم د سوزولو د شیطانی اقدام پرضد د غندنو په دوام سره د سویډنی شیانو بایکاټ هشټیګ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو .
د جون په ۲۸نیټه د سلوان مومیکا په نامې یوه عراقي توکمه سویډي ښاریز په سټاک هم کې د د قربانۍ دلوي اختر دچټیانو په لومړنۍ ورځ ددغه ښار دیوه مرکزی جومات په وړاندې د قرآن پاک یوه نسخه وشلوله او بیا ئې ورته اور واچوؤ.
دا لومړې ځل ندې چی د سویډن هیواد د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو پرضد دغه ډول سپکونکی او شرمونکی اقدام تکراروی .تیر کال هم په سټاک هوم کې د ترکیې د سفارت په وړاندی دغه غیر انسانی اقدام ترسره شوی وو .