ایران ته د پاکستان  د فوځ د قومندان سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135724-ایران_ته_د_پاکستان_د_فوځ_د_قومندان_سفر
د پاکستان د فوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ایران د اسلامي جمهوریت له جګپورو چارواکو سره، د خبرو اترو په موخه تهران ته راغلی دی.
(last modified 2023-07-15T05:34:38+00:00 )
Jul 15, 2023 10:02 Asia/Kabul
  • ایران ته د پاکستان  د فوځ د قومندان سفر

د پاکستان د فوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ایران د اسلامي جمهوریت له جګپورو چارواکو سره، د خبرو اترو په موخه تهران ته راغلی دی.

د پاکستان فوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چي جنرال سید عاصم منیر د دوو ورځو لپاره تهران ته په رسمي سفر تللی دی.

ټاکل شوې ده چي د پآکستان د فوځ قومندان د ایران د اسلامي جمهوریت د جګپورو سیاسي او فوځي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو او فوځي همکاریو په هکله سلامشورې وکړي.

د تېر کال د پاکستان د لومړي وزیر په وړاندیز سره، سید عاصم منیر د دې هیواد د فوځ د قومندان په توګه وګمارل شو.

د ایران د وسله  والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقری هم تیرو کلونو کې پاکستان ته په سفر سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د فوځي او امنیتي همکاریو د پراختیا غوښتونکی شوی وو.