Jul 27, 2023 16:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان شیعه مسلمانانو د قران سپکاوی وغاند

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په پنډۍ کښې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتمیانو په ځینو اروپايي هیوادونو کښې د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره د سویډن په بایکاټ کولو ټینګار وکړ.

پنډۍ کښې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتمیانو د قران کریم په لاس کښې نیولو سره په سویډن او ډانمارک کښې د قران کریم د سپکاوي پرضد مظاهرې وکړې.

په دغو مراسمو  کښې ګډون کونکو ټینګار وکړ د ډانمارک او د سویډن حکومتونه باید د خپلو غیر اخلاقي او د غیر انساني اقداماتو ځواب ورکړي ځکه چې هیڅ مسلمان نشي کولای حتی د انجیل  او د تورات وغیره په شان د کوم سپیڅلي کتاب یا د دین د سپکاوي کولو فکر وکړي.

هغوې وویل اسلامي دنیا نور قران کریم ته د سپکاوي د دوام په هکله چپتیا ونکړي او د قران مجید د عزت لپاره سره  متحد شي.

د پاکستان ګڼ شمیر ښځو او ماشومانو هم د حضرت امام حسین علیه السلام د ماتم په مراسمو او د قران د سپکاوي د غندلو په مظاهرو کښې ګډون درلود.

 

ټیګونه