عمران خان په درې کاله بند محکوم شو
د پاکستان یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د "دولتي سوغاتونو د ناوړه ګټې اخیستنې" په قضیه کې په درې کاله بند محکوم کړ.
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو نن (شنبه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد یوې محکمې «عمران خان» ته له سیاسي فعالیت څخه د پنځه کلن بندیز او یو لک روپیو جریمې سزا اورولې ده.
د دغه راپور له مخې، تورن "عمران خان" د لومړي وزیر په توګه د خپلې دورې پر مهال هغه ته له ورکړل شویو سوغاتونو ناوړه ګټه پورته کړې؛ هغه تور چې "عمران خان" رد کړی، خو قاضي "همایون دلاور" هغه په دې قضیه کې مجرم ګڼلی او د عمران خان د نیولو امر یې صادر کړی.
د رویټرز خبري آژانس د عمران خان د درې کاله بند د خبر تر خپرېدو وروسته ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو هغه په لاهور کې نیولی دی.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې، د عمران خان او د هغه د پلویانو او د پاکستان د پوځ او حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
عمران خان په وار وار پر پوځ او حکومت تور پورې کړی چې له سیاسي ډګره د ده د لرې کولو هڅه کوي او ادعا کوي چې دوی په محکمه کې د استیناف او بې اساسه تورونو په لګولو سره د هغه د لرې کولو هڅه کوي.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت او د پوځ چارواکو د"عمران خان" لګېدلي تورونه رد کړي، پر حکومتي او پوځي دفترونو د بریدونو پړه پر هغه او د هغه پر پلویانو اچولې او د هغه د محاکمې غوښتنه کوي.