پاکستان تریومیلیون زیات غیرقانوني افغان کډوال وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139174-پاکستان_تریومیلیون_زیات_غیرقانوني_افغان_کډوال_وباسي
په راپور کې راغلي چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنېدل به په درېو پړاوونو کې ترسره کېږي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل کېږي.
(last modified 2023-09-28T07:50:52+00:00 )
Sep 28, 2023 12:18 Asia/Kabul
  • پاکستان تریومیلیون زیات غیرقانوني افغان کډوال وباسي

په راپور کې راغلي چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنېدل به په درېو پړاوونو کې ترسره کېږي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل کېږي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان هغه ۱.۱ میلیونه کډوال وباسي چې قانوني اسناد نه لري.

افغان غږ خبری راپور ورکوی  پاکستانی رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان سرپرست کابینې دغه پریکړه تصویب کړی ده .

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، څه باندې ۷۰۰ زره افغان ښاریز وچې له پخوا راهیسې په پاکستان کې مېشت دي، په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه دي نوي کړي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنېدل به په درېو پړاوونو کې ترسره کېږي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو ورځو کې له پاکستانه تر زرو ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو پر بنسټ، د روان کال تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.