پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو درې نوې سرحدې دروازې جوړې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141550-پاکستان_د_افغان_کډوالو_د_ایستلو_درې_نوې_سرحدې_دروازې_جوړې_کړې
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو لپاره پرون په بلوچستان ایالت کې پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې.
(last modified 2023-11-14T06:46:33+00:00 )
Nov 14, 2023 11:12 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو درې نوې سرحدې دروازې جوړې کړې

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو لپاره پرون په بلوچستان ایالت کې پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې.

له دې مخکې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان یوازې د سپین بولدک چمن او تورخم دروازو له لارو افغانستان ته ستنېدل، خو د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون وویل چې له دریو نویو دروازو سره د دې لارو شمېر پنځو ته رسېدلی دی چي ورسره به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نور هم ګړندي شي.

دا په داسي حال کې دي چي نړیوالو مرستندویانو او د بشری حقونو ډلو په یو وخت کې او په ډله ایزه توګه د زرګونو افغان کډوالو له ایستلو څخه اندېښنه څرګندي کړي دي او رسنیو د افغانانو د راستنېدو پرمهال د ګډوډیو او بې نظمۍ راپورونه ورکړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ډېری افغان کډوال اوس د پاکستاني پولیسو له چاپو او د خپلو کورونو د ورانېدو له یوه حالت سره مخامخ دي او هغو کسانو ته چې پولیس یې نیسی د مدافع وکیل د نیولو حق هم نه ورکول کېږي.