پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو درې نوې سرحدې دروازې جوړې کړې
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو لپاره پرون په بلوچستان ایالت کې پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې.
له دې مخکې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان یوازې د سپین بولدک چمن او تورخم دروازو له لارو افغانستان ته ستنېدل، خو د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون وویل چې له دریو نویو دروازو سره د دې لارو شمېر پنځو ته رسېدلی دی چي ورسره به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نور هم ګړندي شي.
دا په داسي حال کې دي چي نړیوالو مرستندویانو او د بشری حقونو ډلو په یو وخت کې او په ډله ایزه توګه د زرګونو افغان کډوالو له ایستلو څخه اندېښنه څرګندي کړي دي او رسنیو د افغانانو د راستنېدو پرمهال د ګډوډیو او بې نظمۍ راپورونه ورکړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ډېری افغان کډوال اوس د پاکستاني پولیسو له چاپو او د خپلو کورونو د ورانېدو له یوه حالت سره مخامخ دي او هغو کسانو ته چې پولیس یې نیسی د مدافع وکیل د نیولو حق هم نه ورکول کېږي.