کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموالو ته اجازه ورکول کېږي
Nov 17, 2023 08:59 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکو له افغان لوري سره کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموالو د سمدستي ازادولو هوکړه کړې ده.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوکړه تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر سره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر په ناسته کې شوې ده.
سرچینې په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي.
د یادونې ده چې له یوې مودې راهیسې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ۱.۵ میلیارده ډالرو پر ارزښت سوداګریز توکي بند پاتې دي، چې پاکستاني لوری ورته د راتلو اجازه نه ورکوي.
افغان سوداګرو څو ځله په دې اړه سرپرست حکومت ته هم خپل شکایتونه وړاندې کړي وو.
ټیګونه