کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموالو ته اجازه ورکول کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141688-کراچۍ_کې_د_افغان_سوداګرو_بند_پاتې_اموالو_ته_اجازه_ورکول_کېږي
پاکستاني چارواکو له افغان لوري سره  کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو  بند پاتې اموالو د سمدستي ازادولو هوکړه کړې ده.
(last modified 2023-11-17T04:31:18+00:00 )
Nov 17, 2023 08:59 Asia/Kabul
  • کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموالو ته اجازه ورکول کېږي

پاکستاني چارواکو له افغان لوري سره  کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو  بند پاتې اموالو د سمدستي ازادولو هوکړه کړې ده.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوکړه تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر سره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر په ناسته کې شوې ده.

سرچینې په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې له یوې مودې راهیسې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ۱.۵ میلیارده ډالرو پر ارزښت سوداګریز توکي بند پاتې دي، چې پاکستاني لوری ورته د راتلو اجازه نه ورکوي.

افغان سوداګرو څو ځله په دې اړه سرپرست حکومت ته هم خپل شکایتونه وړاندې کړي وو.