یوې پاکستانۍ قاضي د افغان کډوالو د حقوقو په ملاتړ تاکید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142516-یوې_پاکستانۍ_قاضي_د_افغان_کډوالو_د_حقوقو_په_ملاتړ_تاکید_کړی
د پاکستان د محکمې دغې ښځینه غړې وویل چې هیواد یې د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو له مخې د هغه هیواد د مهاجرینو د حقونو په ساتنه مکلف دی.
(last modified 2023-12-02T09:42:33+00:00 )
Dec 02, 2023 14:08 Asia/Kabul
  • یوې پاکستانۍ قاضي د افغان کډوالو د حقوقو په ملاتړ تاکید کړی

د پاکستان د محکمې دغې ښځینه غړې وویل چې هیواد یې د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو له مخې د هغه هیواد د مهاجرینو د حقونو په ساتنه مکلف دی.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د محکمې غړې عایشه ملک وویل چې د ملګرو ملتو د کنوانسیونونو له مخې پاکستان د مهاجرینو د حقوقو په ساتنه مکلف دی.

میرمن ملک دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د سترې محکمې درې کسيزه کمېټه د افغان کډوالو د اخراج په اړه د دوسيې د اورېدو لپاره رابلل شوې وه.

د سترې محکمې دغه غړي وويل چې د مهاجرينو اخراج يوه پيچلې موضوع ده چې د اساسي قانون تفسير ته اړتيا لري او بايد د دې موضوع د لا زياتې څيړنې لپاره يوه ستره کمیټه جوړه شي.

سترې محکمې د مهاجرینو د ایستلو په قضیه کې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون یو شمیر پاکستاني ادارو ته هم نوټس جاري کړی دی.

د پاکستان د موقت حکومت له خوا د ناقانونه کډوالو د ویستلو له اعلان وروسته، څه باندې څلور لکه افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په پاکستان کې د سیاستوالو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون یو شمېر خلکو له سترې محکمې غوښتي چې د افغانانو د توقیف، جبري اخراج او ځورونې مخه ونیسي.