د افغان کډوالو په ایستلو باندې د زرداری نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142592-د_افغان_کډوالو_په_ایستلو_باندې_د_زرداری_نیوکې
د پاکستان مخکنی خارجه وزیر په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دې هیواد د موقتې ادارې په پریکړې سختې نیوکې وکړې.
(last modified 2023-12-03T23:26:49+00:00 )
Dec 04, 2023 03:55 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو په ایستلو باندې د زرداری نیوکې

د پاکستان مخکنی خارجه وزیر په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دې هیواد د موقتې ادارې په پریکړې سختې نیوکې وکړې.

د تسنیم له راپور سره سم، د پاکستان مخکنی خارجه وزیر او د پیپلز پارټی مشر بلاول بوټو زرداری په کوئټه کې په یوه خبري غونډه کې وویل: موقته اداره باید د افغان کډوالو له ایستلو مخکې له ټولو ښکېلو لورو سره سلامشورې کړې وای.

زرداري د دې په بیانولو سره چي د افغانانو د ایستلو په اړه زیاتې اندېښنې او خبرې مطرح دي، وویل:  غوره دا ده چي موقته د دې اقدام نه مخکې له خلګو، مدنې ټولنو او کوربه هیواد سره خبرې اترې کړې وای او بیا یې په هکله فیصله کړې وای.

د پاکستان مخکنی خارجه وزیر په دې باندې په ټینګار سره چي د کډوالو مساله ډېره پېچلې موضوع ده، په چمن باډر باندې روانو مظاهرو ته په اشارې سره وویل: دولت باید له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي او د حل لاره ولټوي.

هغه همدارنګه په طالبانو هم نیوکې وکړې او وویل: افغانستان حکومت باید د یوې ډلې نه بلکې د یوه حکومت په څېر چلند وکړي، او د یوه حکومت په توګه د چارو د مدیریت لپاره له نړۍ سره تعامل وکړي.

زرداری وویل: افغانستان ته په کار دی چي وښیي چي د پآکستان دښمن د افغانستان دښمن دی.

د پاکستان موقت حکومت له تېرې میاشتې راهیسې په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او د هغوی شتمني هم کنګلوي چي دا اقدام یې د ملګرو ملتونو او د بشري حقوقو د اداراتو  له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د بشري حقوقو د څار اداره وایي چي پاکستان چارواکي د افغان کډوالو په حق کې زیاتی کوي او پاکستاني پولیس د افغان کډوالو شتمني کنګلوي او کورونه یې ورانوي.