Dec 12, 2023 15:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د مرګوني برید د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده

د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د نن ورځې د ترهګریز برید د قربانیانو شمېر ۲۳ تنو ته لوړ شو.

په وروستیو دوو کلونو کې پاکستان په خپلو امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرو بریدونو له بې ساري زیاتوالي سره مخ شوی دی.

نن سهار هم د خیبرپښتونخوا صوبې په دیره اسماعیل خان ښار کې د پاکستان د پوځ اړوند یوې اډې ته څېرمه، ترهګرو ډلو د یوه موټر بم او ځانمرګو تروریستي برید وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې بیانیه کې اعلان وکړ چې په دیره اسماعیل خان ښار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې، د ټولو حمله کوونکو په ګډون ۲۷ ترهګر وژل شوي دي.

د "تحریک جهاد" ترهګرې ډلې د پاکستان د پوځ پر مرکز د نن ورځې د خونړي برید مسئولیت پر غاړه واخیست.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر "انورالحق" کاکړ د دغه ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ، په یوه بیانیه کې وویل، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان د خلکو او وسله والو ځواکونو ټینګ هوډ به، د دې "بزدلانه بریدونو" تر اغېزې لاندې را نه شي.

ټیګونه