له پاکستانه د افغان کډوالو د وتنې د جواز لګښت ارزانه شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143196-له_پاکستانه_د_افغان_کډوالو_د_وتنې_د_جواز_لګښت_ارزانه_شو
د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو د وتلو د اجازې بيه ۴۰۰ ډالرو ته راټيټه کړې ده.
(last modified 2023-12-14T23:41:25+00:00 )
Dec 15, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • له پاکستانه د افغان کډوالو د وتنې د جواز لګښت ارزانه شو

د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو د وتلو د اجازې بيه ۴۰۰ ډالرو ته راټيټه کړې ده.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګی پرون پنجشنبه وویل چې له پاکستان څخه د هغو افغان مهاجرینو لپاره چې د هستوګنې اسناد نه لري،  دریم هیواد ته د تلو د اجازې بیه له ۸۰۰ ډالرو څخه ۴۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

سولنګي زیاته کړه، نوې لایحه به د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۲۹مې  پورې اعتبار ولري او له ټاکلې مودې وروسته به هره میاشت ۱۰۰ ډالره جریمې ته ور اضافه شي، تر څو دغه رقم ۸۰۰ ډالرو ته ورسیږي.

له دې مخکې د پاکستان موقت حکومت ویزې پرته هر افغان مهاجر ته د پاکستان له هوايي ډګرونو څخه بل هیواد ته په 800 ډالرو د قانوني الوت کولو اجازه ورکوله.