افغان طالبانو مولانا فضل الرحمان ته د کابل د سفر بلنه ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143294
د افغانستان د طالبانو حکومت؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.
(last modified 2023-12-17T08:21:33+00:00 )
Dec 17, 2023 12:50 Asia/Kabul
  • افغان طالبانو مولانا فضل الرحمان ته د کابل د سفر بلنه ورکړې

د افغانستان د طالبانو حکومت؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د شفقنا خبری اژانس د رپوټ له مخې؛ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند خبر ورکړ، چې دغه بلنه په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیر سردار احمد شکېب له خوا مولانا فضل الرحمن ته لېږل شوې ده.

ټاکل شوې چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغان طالبانو د حکومت له چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبري وکړي.

مولانا فضل رحمان د پاکستان یو له مشهورو مذهبي شخصیتونو څخه دی چې په تیرو کلونو کې یې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې.