اسلام آباد په نړۍ کښې د بلاک جوړونې د سیاست مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143488-اسلام_آباد_په_نړۍ_کښې_د_بلاک_جوړونې_د_سیاست_مخالف_دی
د پاکستان د پوځ قومندان جنرال سید عاصم منیر وویل، پاکستان په نړۍ کښې د بلاک بندۍ د سیاست مخالف دی او د دائمي صلحې او ثبات پیاوړتیا، له نورو ولسونو سره په اړیکه کښې د د پاکستان اولنۍ موخه ده.
(last modified 2023-12-21T03:17:18+00:00 )
Dec 21, 2023 07:42 Asia/Kabul
  • اسلام آباد په نړۍ کښې د بلاک جوړونې د سیاست مخالف دی

د پاکستان د پوځ قومندان جنرال سید عاصم منیر وویل، پاکستان په نړۍ کښې د بلاک بندۍ د سیاست مخالف دی او د دائمي صلحې او ثبات پیاوړتیا، له نورو ولسونو سره په اړیکه کښې د د پاکستان اولنۍ موخه ده.

د پاکستان د پوځ قومندان جنرال سید عاصم منیر وویل، پاکستان په نړۍ کښې د بلاک بندۍ د سیاست مخالف دی او د دائمي صلحې او ثبات پیاوړتیا، له نورو ولسونو سره په اړیکه کښې د د پاکستان اولنۍ موخه ده.

جنرال سید عاصم منیر په واشنګټن کښې د امریکې د مشهورو رسنیو او فکر خونو له غړو سره په کتنه کښې، د سیمه ایز امنیت، له پولو بهر ترهګرۍ او د دائمي صلحې او ثبات د ساتنې په هکله د پاکستان د نظریې په هکله وویل: پاکستان غواړي چې ځان د سیمه ایز اتصال د مرکز او همداشان د مرکزي آسیا او ورپسې د نړۍ په لور یوه امنه او خوندي اقتصادي دروازه ثابته کړي په دې وجه له بلاک بندۍ څخه چې نړیوال ثبات ګواښي ډډه کوي او له ټولو هیوادونو سره د متعادلو اړیکو ساتنې ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت د ساتنې په لړ کښې د ترهګرۍ په وړاندې د یو سنګر په توګه ولاړ دی او  د اقتصادي پرمختګ او ډله ایزۍ سوکالۍ لپاره به دا کار چې قرباني او سرشیندنه هم ورسره ده، جاري وساتي.

د پاکستان د پوځ قومندان هداراز د فلسطین او کشمیر د خلکو د غوښتنې او د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په بنیاد د دغو سیمو د مسائلو د هواري په ضرورت ټينګار وکړ او ویې ویل: نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د غزې د انساني کړکیچ د سمدستي بندولو، د انساني مرستو د رسولو او په سیمه کښې د پایدارې صلحې د ټینګولو لپاره لاس په کار شي.