د پاکستان د عمومي ټاکنو په وړاندې ننګونې
په پاکستان کې د پارلماني عمومي ټاکنو د نیټې په نژدې کېدو سره، سیاسي خوځښتونه زیات شوي دي.
د پاکستان مخکنی حکومت د عمران خان په لیرې کېدو سره، رامینځ ته شوی وو، خو اوس د پاکستان دوه لوی سیاسي ګوندونه، هڅه کوي چي په پارلمان کې د زیاتو کرسیو په تر لاسه کولو سره ، حکومت په یوازې سر جوړ کړي او واړه سیاسي ګوندونه په واک کې شریک نه کړي. په همدې لړ کې د مسلم لیګ نواز څانګه کوښښ کوي چي د پاکستان د مخکنی لومړي وزیر نوازشریف په مطرحولو سره، ټاکنو کې رایې تر لاسه کړي.
د سیاسي چارو شناند عباس فیاض په دې اړه وایي: په پاکستان کې تل پارلماني ټاکنې مهمې پاته شوې دي، خو امریکا او افغانستان سره د پاکستان د اړیکو ورانېدو ته په کتو سره، اوسنی ټاکنې له هر وخت نه زیات اهمیت موندلی دی ځکه چي په راتلونکی کې د پاکستان په بهرني سیاست زیات اثر کولایشي.
پاکستان حالاتو ته په کتو سره داسي ښکاري چي دغه هیواد د کامیابه پارلماني ټاکنو د تر سره کولو لپاره له ځینو ننګونو سره مخامخېدونکی دی.
که څه هم نواز شریف بیا ځلې د خپل ګوند په استازولی په ټاکنو کې ګډون کوي، لیکن د محکمې د حکم له مخې، هغه له هر ډول سیاسي فعالیت او یا نوماند کېدو څخه منعه شوی دی مګر دا چي محکمه بیرته خپل پرېکړه واخلی.
بله مساله د عمران خان نامعلوم برخلیک دی چي په مختلفو پلمو منجمله د فساد په تور په زندان کې ساتل شوی دی، که څه هم محکمه د یو نیم تورونو په بدله کې له عمران خان څخه مالي ضمانت منلی دی خو عمران خان لاهم خوشي شوی نه دی، خو سره له دې په ټاکنو کې یې ځان نوماند کړی هم دی. داسي ښکاري چي د پاکستان محکمه بې له دې نه د عمران خان په دوسیه کې اسانتیا راولي، په ټاکنو کې نوازشریف ته د ګډون جواز نه شي ورکولای ځکه چي نواز شریف هم په فساد تورن و او د هغه په ضد هم پرانیستې دوسیې موجودې دي.
بله ستونزه هم دا ده چي لا تر اوسه د پاکستان موقت حکومت د ټاکنیزو حوزو او بیا د رایي ورکوونکو د شمېر په معلومولو بریالی شوی نه دی، په همدې خاطر ممکنه د دې هیواد پارلماني ټاکنې په ځنډ سره تر سره شي.
د سیاسي چارو شناند مرتضی حیدر په دې اړه وایي: د پاکستان ټاکنې د دې هیواد اقتصادي ستونزو او د غیرقانوني کډوالو ننګونې ته په کتوسره، ډېر زیات اهمیت موندلې دي، همدغه مساله د ټاکڼو په بهیر او د فوځ په پریکړې اثر کولایشي.
له دغو ټولو ستونزو سره سره، د پاکستان حکومت ځان ټاکنو لپاره چمتو کوي، هغه هم په داسي حال کې چي له امریکا سره یې اړیکې هم ښې نه دي، او د کډوالو د ایستلو په خاطر یې له طالبانو سره هم اړیکې ړنګې شوي دي، دې ته په کتو اسلام اباد داسي یو پیاوړی حکومت ته ضرورت لري چي د یادو ننګونو د هوارولو وړتیا څخه برخمن وي، په دې خاطر دی چي په دغو ټاکنو کې به د مسلم لیګ او پیپلز پارټی تر مینځ سخته سیالي وشي.
که د پاکستان عدالت په ټاکنو کې د ګډون په هکله د عمران خان او نواز شریف تر مینځ چلند کې توپیر وکړي، نو ممکنه ده چي تحریک انصاف ګوند د نه ګډون په خاطر ټاکنو کې ستونزې زیاتې شي.