د پاکستان پولیسو ځینې بلوچیان نه دي خوشي کړي
(last modified Thu, 28 Dec 2023 09:08:53 GMT )
Dec 28, 2023 13:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان پولیسو ځینې بلوچیان نه دي خوشي کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد د سترې محکمې یوه قاضي د بلوچ اعتراض کونکو پرضد د پولیسو له توپیر څخه په ډک چلند ناخوښي څرګنده کړه او حکم یې ورکړ د څلوردیرش نیول شویو بلوچیانو د پيژندګلوۍ کار دې زر بشپړ کړي.

له بلې خوا د پاکستان وکیلانو له بلوچ مظاهره چیانو سره پیوستون اعلان کړ او په حکومت یې غږ وکړ چې اعتراض کونکي بلوچیان دې ازاد کړي او د دوې غوښتنې دې ومني.

د اسلام اباد د لوړې محکمې قاضي منګول حسن اورنګزیب د بلوچ اعتراض کونکو «سمي دین بلوچ »او د «عبدالسلام» لخوا د ورکړل شوي غوښتنې په اوریدو سره  د بلوچ اعتراض کونکو پرضد د پولیسو له توپیر څخه ډک چلند ته په اشارې سره د بلوچ اعتراض کونکو د خوشي کولو او هغوې ته په اسلام اباد کښې د مظاهرې د اجازې د ورکولو غوښتنه وکړه.

هغه د پولیسو له لوړتبه افسر څخه پوښتنه وکړه ایا تا له بلوچ اعتراض کونکو سره د سخت چلند د کولو حکم ورکړی دی.

د اسلام اباد د لوړې محکمې قاضي منګول اورنګزیب وویل پولیس له بلوچ اعتراض کونکو سره هغسې چلند نه کوي څرنګه چې  په ریډزون یعني سرې سیمې کښې له اعتراض کونکو سره یې کړی و.

هغه په پولیسو غږ وکړ چې اعتراض کونکي دې مه ویروي او هغوې ته دې اجازه ورکړي چې هغوې په سوله ئیز ډول خپل اعتراض ثبت کړي.

ویل کیږي چې اوس هم د پاکستان څلوردیرش بلوچ اعتراض کونکي له پولیسو سره دي.

د ویلو ده چې د پاکستان بلوچیانو څو ورځې مخکې په اسلام اباد کښې یوه اعتراضیه غونډه کړي وه چې پولیسو په سخته ځپلي وه او ځينې کسان یې نیولي وو چې څو کسان اوس هم په زندانونو کښې دي.

دغو بلوچیانو د خپلو خپلوانو چې کلونه کلونه کیږي بې درکه دي او ویل کیږي چې استخباراتي ادارو نیولي دي ژر خپلو کورنیو ته د سپارلو غوښتنه کوله.

 

ټیګونه