پاکستان ته د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتي پلاوي سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144182-پاکستان_ته_د_طالبانو_د_سرپرست_حکومت_د_استخباراتي_پلاوي_سفر
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د امنیتي، استخباراتي او د دفاع وزارت په چارواکو مشتمل پلاوی اسلام آباد ته تللی دی.
(last modified 2024-01-03T04:52:35+00:00 )
Jan 03, 2024 07:46 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتي پلاوي سفر

په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د امنیتي، استخباراتي او د دفاع وزارت په چارواکو مشتمل پلاوی اسلام آباد ته تللی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چي د قندهار د والي په مشرۍ د طالبانو د سرپرست حکومت ۱۰ کسیزه پلاوی اسلام آباد ته رسېدلی، څو د پاکستان د استخباراتي ادارې له چارواکو، پوځیانو او حکومتي چارواکو سره، لیده کاته وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له لانجمن کېدو وروسته، په تېرو څو میاشتو کې دا لومړی ځل دی، چي د افغانستان د سرپرست حکومت جګپوړی پلاوی پاکستان ته په سفر ځي.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکو پارلمان ته په خپل راپور کې ویلي وو، چي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، ترهګرې ډلې پیاوړي شوي او د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان باندې د ټي ټي پي بریدونه هم زیات شوي دي.