د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا په افغانستاني طالبانو نیوکه وکړه
د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د اړیکو ښه کولو له هڅو سره هم مهاله، د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان خاوره یې د هېواد پر ضد کارول کېږي.
نوموړي یوې پاکستاني رسنۍ ته پرته له دې، چې د طالبانو د بیا واکمنیدو د شرایطو د یادونې له موضوع خپل ښکاره هدف ووایي، ویلي: «موږ هغوی ته وایو چې هر ډول شرایطو چې تاسې واک او حکومت ته رسولي یاست، اوس د حکومت د دندو ترسره کول ستاسو خپل مسوولیت دی او باید په تړاو یې ځواب ویونکي واوسئ چې د افغانستان له خاورې هېڅوک باید د پاکستان او سیمې هېوادونو ته ګواښ نهوي.»
پاکستاني صدراعظم همدا شان له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستو د پرېکړې دفاع کړې او ادعا یې کړې چې زیات پاکستانیان یې د پرېکړې ملاتړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې بیا- بیا له افغان خاورې د نورو هېوادونو خلاف د استفادې ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.
څه موده مخکې د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ مرستیال او د کندهار والي ملا شیرین اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته لاړ او چارواکو سره یې د اړیکو د بیرته ښه والي په اړه خبرې وکړې.
د دې ترڅنګ، له پاکستان څخه د دغه هېواد د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمن کابل او کندهار ته په همدې هدف سفرونه او طالب چارواکو سره خبرې وکړې، خو له دې ټولو سره، داسې ښکاري چې لا هم د دواړو لوریو تر منځ پر یو بل د تور لګولو لړۍ روانه ده.