په کوېټه کې چاودنه شوې ده
Jan 17, 2024 10:21 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چی نن د کویټې په ښار کې د یوې چاودنې د امله ګن شمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چي چاودنه د کویټې په زرغون ښار سیمه کې شوې ده چي د امله یې د ماشومانو په شمول ۱۰ ملکیانو ته مرکژوبله اوښتې ده.
د کویټې پولیس وایي چي د چاودنې په هکله یې څېړنې رواني دي.
تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې د دغه برید مسئولیت په غاړه نه ده اخیستې.
په وروستیو میاشتو کې بیلتون پالې ډلې په بلوچستان ایالت کې خپل فعالیتونه زیات کړی دي.