ایران تل په سختو شرائطو کې د پاکستان پشتیباني کړې ده
پاکستان د ایران له اسلامی جمهوریت سره تل تاریخي او ورورولۍ اړیکې درلودلی دي ، او مونږ باید ددغو اړیکو د اهمیّت خیال وساتو او ددغو اړیکو د خرابیدا اجازت ورنکړي .
ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی ، د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواچه آصف ترهه ګري د تهران او اسلام اباد پشمول په سیمې کې یو ګډ چیلنج وباله او له ایران سره د تاریخي اړیکود ساتلو په ضرورت باندې په ټینګار سره ووئيل، مونږ باید به یاد ولرو چې دایران اسلامی جمهوریت تل په سختو شرائطو کې د پاکستان ملاتړی او پشتیان دی.
خواجه آصف د پاکستان له جیو نیوز ټيلیویژني چینل سره دپاکستان په بلوچستان کې د ترهه ګرو په مرکز د ایران د حملو به باب پخپلو څرګندونو کې ووئيل، ترهه ګري په چورلټ ډول د دواړو هیوادونو لباره یو جدی چیلنج دی او مونږ باید د یوه بل ترڅنګ دغه بحران حل کړو.
هغه ټینګار و کړ، پاکستان د ایران له اسلامی جمهوریت سره تل تاریخي او ورورولۍ اړیکې درلودلی دي ، او مونږ باید ددغو اړیکو د اهمیّت خیال وساتو او ددغو اړیکو د خرابیدا اجازت ورنکړي .
د پاکستان پخواني دفاع وزیر ووئیل، ایران په ترټولو سختو شرائطو کې تل د پاکستان ملاتړی دی او مونږ سره ئې مرسته کړې ده او په تاریخ کې هم دا ثبت شوې ده. هغه همداراز ووئيل پاکستان هم د ورستیو پیښو د ځواب حق لري خو باید دخپلو د وو اړخیزو اړیکو خیال وساتو او هر کار باید په عقلمندۍ او هوښیارۍ سره ترسره کړو.
خواجه آصف همداراز خبرداری ورکړ، چې په سیمې کې ځيني هیوادونه د ایران او پاکستان داړیکو په ضد تل دسیسې کوي او هیڅکله هم دمونږ په تاریخي اړیکو په تیره بیا داسلام اباد له سیمه ایزو دریځونو څخه دته ران ملاتړونه هیڅکله هم نشي زغملی.. هغه همداراز د مشترکه چیلنجونو به باب ددواړو هیوادونو ترمینځ پر ډيپلوماسۍ او خبرواترو په ضرورت په باندې په ټینار سره ووئيل، ایران او پاکستان په قطعي توګه د یوه بل د مشترکو مشکلاتو په ضد په یووخت اقدام او ګډ کار جوګه دي .