د پاکستان کابینې له ایران سره د شخړې په ختمولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145012-د_پاکستان_کابینې_له_ایران_سره_د_شخړې_په_ختمولو_ټینګار_وکړ
د پاکستان کابینې فیصله وکړه چې له ایران سره شخړه ختمه کړي او له تهران سره بشپړه سفارتي اړیکې بحالې کړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 20, 2024 08:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان کابینې له ایران سره د شخړې په ختمولو ټینګار وکړ

د پاکستان کابینې فیصله وکړه چې له ایران سره شخړه ختمه کړي او له تهران سره بشپړه سفارتي اړیکې بحالې کړي.

د فارس خبري آژانس  درویټرز خبري آژانس په حواله لیکلي پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد حکومت له ایران سره د لانجې د پاې ته رسولواو د سفارتي اړیکو د بشپړې بحالونې پریکړه کړې ده.
رویټرز زیاتوي چې پاکستان د دغه هیواد د عبوري وزیراعظم په مشرۍ یوې غونډې کښې، له ایران سره د ډیپلماټیک اړیکو د بشپړې احیا لپاره د ضروري اقداماتو ترسره کوله تایید کړل.

د کابینې له غونډې مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني هم ویلي وو چې اسلام آباد له ایران سره د شخړو سختول نه غواړي.

له هغه څو ساعته مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ایران د «دوست هیواد» په توګه یاد کړ او د دواړو لورو ترمینځ یې د شخړې ختمولو په ضرورت باندې ټینګار کړی و.

د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم «انوار الحق کاکړ» نن «د ایران او پاکستان ترمینځ له پيښو وروسته د پراخو امنیتي بیاکتنو» په لړ کښې د دغه هیواد د پوځي سروسونو له مشرانو سره غونډه وکړه.

څو ساعته مخکښې فرانسې خبري آژانس د یو امنیتي چارواکي په حواله راپور ورکړی و، چې په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ لوې درستیز او د دغه هېواد د استخباراتي ادارو مشر هم موجود وو.

دو ویلو ده چې د ایران له خوا پر پاکستان تر توغندیز برید وروسته کاکر د هالنډ په داووس کې د «نړیوال اقتصادي فورم» په غونډه کې خپل سفر پرېښود او بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا وروسته له هغه پیل شوه چې د سه شنبې په ماښام د جدي په ۲۶ مه ایران د جیش الظلم ترهګرې ډلې په دوو مهمو مرکزونو باندې برید وکړ.

د دې برید په غبرګون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په سهار په یوه بیان کې اعلان وکړ چې دوی د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ترهګرو پر پټنځایونو یو لړ "دقیق او هدفمن پوځي بریدونه" کړي دي. دغه اقدام د ایران له غبرګون سره مخ شو او په تهران کې یې د پاکستان شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو.

د ایران له توغندیز برید وروسته پاکستان د چهارشنبې په ورځ له ایرانه خپل سفیر ورغوښتی او له تهران سره یې هر ډول دوه اړخیز تعاملات وځنډول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابینې له غونډې وروسته په یو بیان کې وویل: "پاکستان او ایران د تاوتریخوالو په کمولو او په خپلو سیمو کې د یو بل د حاکمیت په درناوي یوه خوله دي."