Jan 26, 2024 11:51 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران اوس هم د پاکستان دوست او ورور هیواد دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر «انور الحق کاکړ» له ایران اسلامي جمهوریت سره د پاکستان د دوستۍ تاریخي مخینې او د خپل ګاونډي هیواد ایران د امنیتي اندیښنو د ختمولو لپاره د اسلام اباد هڅې ته په اشارې سره وویل: ایران هماغه راز د پاکستان دوست او ورور دی.

هغه په یوې مرکې کښې وویل پاکستان تل په سیمه ئیزو او نړیوالو ټیټو هسکو کښې د خپل ورور او دوست ایران په څنګ کښې ولاړ دی او هیڅکله د تهران پرضد له ماجرا غوښتنو سره یوځاې نه دی شوی.

د پاکستان لومړي وزیر انور الحق کاکړ زیاته کړه: پاکستان په تیرو وختونو کښې تهران ته د ترهګرو عناصرو د سپارلو په شمول د ایران د امنیتي اندیښنو د ختمولو لپاره یوشمیر اقدامات ترسره کړي دي او همدا اوس هم هیله من یوو د دواړو هیوادونو ترمینځ له ارتباطاتي چینلونو په ګټه پورته کولو په تیره بیا د امنیتي او د استخباراتي ملګرتیاو په پیاوړي کولو سره به په خپلو سرحدونو کښې له ګډو چیلنجونو سره د مقابلې کولو جوګه وو.

هغه وویل د ایران او د پاکستان دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ هیڅ اصولي اختلافات یا د سټراټيژۍ ټکر نشته.

په همدې زمینه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» د پاکستان د باندنیو چارو د وزیر په بلنه په راتلونکي دوشنبې ورځ اسلام اباد ته سفر کوي.

د امنیت او د اقتصاد په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د پاکستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراخول د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

پاکستان د څه د پاسه نهه سوه(۹۰۰) کلومیټره ځمکنې سرحد په لرلو سره له عراق وروسته له ایران سره تر ټولو اوږد ځمکنی سرحد لري.

 

ټیګونه