د ایران، پاکستان، ترکیې او چین ترمنځ همکاري او ګټې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145320-د_ایران_پاکستان_ترکیې_او_چین_ترمنځ_همکاري_او_ګټې
د پاکستان د حکومت یوه چارواکي ویلي دي چې د ایران، پاکستان او ترکیې تر منځ د ترانسپورت لاره به له چین څخه د دوستو هیوادونو تر منځ تجارت ته وده ورکړي.
(last modified 2024-01-26T23:33:06+00:00 )
Jan 27, 2024 04:01 Asia/Kabul
  • د ایران، پاکستان، ترکیې او چین ترمنځ همکاري او ګټې

د پاکستان د حکومت یوه چارواکي ویلي دي چې د ایران، پاکستان او ترکیې تر منځ د ترانسپورت لاره به له چین څخه د دوستو هیوادونو تر منځ تجارت ته وده ورکړي.

د «نیشان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان او چین د سوداګرۍ خونې مشر«معظم غورکي» په یوه غونډه کې وویل: د سړک د کمربند د نوښت پروژې په لړ کې به د پاکستان، ایران او ترکیې تر منځ د ټرانسپورټ لاره پرانیستل شي چې له امله به د څلورو دوستو هېوادونو تر منځ سیمه ایزې سوداګرۍ ته لا زیاته وده ورکړل شي.

نوموړي ویلي؛ د چين په څیر تركيه هم د پاكستان سره هر اړخيزه ملګرتیا لري او همېش هڅه شوې چې د دوستۍ پیاوړې فضا رامنځته شي.