Jan 28, 2024 10:44 Asia/Kabul
  • دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره، له ایران سره د پاکستان د اړیکو خرابول غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د په ایران کښې د ۹ تنه پاکستاني ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره غواړي چې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې ګډې وډې کړي.

د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني بیګا په ایکس ټولنیزه شبکه کښې په خپل رسمي اکاونټ باندې،د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کښې په یوې ترهګرې حملې کښې د ۹ پاکستانیانو له وژل کیدو څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: دا کار د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو لپاره د دواړو هیوادونو د ګډو دښمنانو یوه هڅه ده.

جیلاني د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره د ایران له حکومته وغوښتل چې په دغو پاکستاني ښاریزو باندې د حملې د عواملو خلاف لاس په کار شي.

په عین حال کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د ولایت مقام امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي دغې بدې پیښې ته په اشارې سره چې پرون سهار د سراوان په سیرکان سیمه کښې رامینځته شوه، وویل: پولیس سمدستي سیمې ته ورسیدل او څیړنې ښودنه کوي چې په دې پيښه کښې ۹ تنه پاکستاني ښاریز مړه او درې نور زخمي شوي دي.

هغه د پيښې د زخمیانو له خولې وویل: درې وسله وال کسان د هغوي کور ته ورننوتل او ورباندې یې سختې ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتیدل.

ښاغلي مرحمتي همداشان د دغه ترهګر اقدام په غندلو سره څرګنده کړه چې د دې پيښې د جزئیاتو له څیړل کیدو وروسته به یې ټول عوامل معلوم او ونیوی شي.

همداشان په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم هم په دې خبرې سره چې د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې وروستۍ پیښې د ګډو دښمنانو په تیره بیا د ترهګرۍ د بهیر د حسادت له امله دي، وویل: د دغه ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره ضروري ده چې د تهران او اسلام آباد چارواکي په مختلفو سیاسي، پوځي او امنیتي سویو باندې خپلې صلاح مشورې زیاتې کړي.

 

ټیګونه