د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسیدلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی. هغه به پاکستان ته په دغه سفر کښې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره کتنه او خبرې وکړي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان به پاکستان ته په سفر کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ځینو شخړو ، د ترهګرو ډلو د پناه ځایونو او د سرحدونو د امنیت په شمول د بیلابیلو موضوعګانو په هکله خبرې وکړي.
هغه به د ایران او د پاکستان ترمینځ د شخړو د مخنیوي لپاره د ډيپلوماټیکو ارتباطاتو په پیاوړتیا هم خبرې وکړي.
ویل کیږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان به پاکستان ته په سفر کښې د دغه هیواد له چارواکو سره د اقتصادي، تجارتي او امنیتي موضوعګانو او دغه راز د دوه اړخیزه مسائیلو په هکله د نظر تبادله وکړي.
په پاکستان کښې د ترهګرو ډلو په مرکز باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکونو د ترهګرې ضد عملیاتو وروسته او متقابلا په ایران کښې په یوې سرحدي سیمې باندې د پاکستان د عسکرو برید چې د اسلام اباد په وینا د پاکستان د ترهګرو د پټیدا ځای و د دوو مهمو اسلامي هیوادونو په زړو اړیکو کښې د شک په هکله ځینې ګونګوسې رامینځته شوې خو د ایران او د پاکستان چارواکو د تاوتریخوالو د زیاتیدا په مخنیوي ټينګار وکړ او وروسته پاکستان په دوه اړخیزه اړیکو کښې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایران سره د موافقې خبر ورکړ او خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته بلنه ورکړه چې د روان میلادي کال د جنورۍ په نهویشتمه نیټه چې نن ده اسلام اباد ته سفر وکړي.