عمران خان او شاه محمود قریشي په ۱۰ کاله بند محکوم شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145502-عمران_خان_او_شاه_محمود_قریشي_په_۱۰_کاله_بند_محکوم_شول
عمران خان د لومړي وزارت په مهال په یوه عامه غونډه کې یو کاغذ خلکو ته وښوداو ویې ویل چې دا د یوه جګپوړي امریکايی چارواکي لیک دی چې د هغه د حکومت د پرزېدو غوښتنه پکې شوې ده.
(last modified 2024-01-30T06:22:48+00:00 )
Jan 30, 2024 10:50 Asia/Kabul
  • عمران خان او شاه محمود قریشي په ۱۰ کاله بند محکوم شول

عمران خان د لومړي وزارت په مهال په یوه عامه غونډه کې یو کاغذ خلکو ته وښوداو ویې ویل چې دا د یوه جګپوړي امریکايی چارواکي لیک دی چې د هغه د حکومت د پرزېدو غوښتنه پکې شوې ده.

د پاکستان یوې محکمې د دغه هیواد پخوانی لومړی وزیر  عمران خان او د باندنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هر یو په لس کاله بند محکوم کړل.

دوی ته دا سزا د رسمي اسنادو د افشا کولو د تور په خاطر ورکړل شوې ده.

عمران خان اوشاه محمود قریشي په بند کې دي او دوی ته سزا په هغه محاکمه کې اعلان شوه چې د راولپنډۍ ښار په اډیاله جیل  کې جوړه شوې وه.

عمران خان د لومړي وزارت په مهال په یوه عامه غونډه کې یو کاغذ خلکو ته وښوداو ویې ویل چې دا د یوه جګپوړي امریکايی چارواکي لیک دی چې د هغه  د حکومت د پرزېدو غوښتنه پکې شوې ده.

محکمه وايي چې عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر یې په دې کارسره  د رسمي او دولتي رازونو د پټ ساتلو د قانون سرغړونه کړې ده.