د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ایران او پاکستان نوی هوډ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145606-د_ترهګرۍ_پر_ضد_مبارزه_کې_د_ایران_او_پاکستان_نوی_هوډ
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ایران او پاکستان همسایه هېوادونو او تروریزم د مشترکې ننګونې په توګه د تهران او اسلام آباد له لورې په جدي ډول د ترهګرۍ پر ضد له مبارزې څخه خبر ورکړ.
(last modified 2024-02-01T08:45:14+00:00 )
Feb 01, 2024 11:19 Asia/Kabul
  • د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ایران او پاکستان نوی هوډ

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ایران او پاکستان همسایه هېوادونو او تروریزم د مشترکې ننګونې په توګه د تهران او اسلام آباد له لورې په جدي ډول د ترهګرۍ پر ضد له مبارزې څخه خبر ورکړ.

د ایران او پاکستان اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ اوږد تاریخ لري او په دې وروستیو کلونو کې د تهران او اسلام آباد اړیکې په مختلفو برخو کې د اقتصادي، امنیتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون د پرمختګ په حال کې دي.

پاکستان له عراق وروسته له ایران سره تر ټولو اوږده له ۹۰۰ کیلو مترو څخه زیاته ځمکنۍ ګده پوله لري.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې له خبریالانو سره په کتنه کې د ایران هېواد د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د وروستي سفر د لاسته راوړنو په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه؛ د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو پوځي اړیکو افسرانو د ټاکلو لپاره د دواړو هېوادونو موافقه به د ګډو اندېښنو د حل لپاره یو اغېزمن ګام وي او وبه کولای شي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې په همغږۍ سره اقدام وکړي.

ممتاز زهرا زیاته کړه، اسلام آباد ته د امیر عبداللهیان سفر ډېر مهم وو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو قوي اراده یې څرګنده کړه، چې د ګډو ننګونو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ له امله رامنځته شوي ګډ ګواښ سره د مقابلې لپاره په ګډه کار وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: ایران د پاکستان ګاونډی او دوست هېواد دی او د دواړو هېوادونو چارواکو تل په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو په پراختیا ټینګار کړی دی.

ممتاز زهرا هم د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام وغندو او د غزې د امنیت لپاره د انصاف د نړیوالې محکمې د فیصلې د سمدستي اجرا او په بې دفاع فلسطینیانو د دغه رژیم د حملو د بندولو غوښتنه وکړه.