په پاکستان کې انتخابات
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145926-په_پاکستان_کې_انتخابات
پاکستان دا مهال په بېلابېلو داخلي، بهرنیو او امنیتي برخو کې له ګڼو ستونزو او چیلنجونو سره مخا مخ دی. په کورني برخه کې د بې وزلۍ خپریدل، اقتصادي ګډوډي ، د تاوتریخوالي او ناامنیو زیاتوالی، د ترهګرو خوځښتونو شدت، د روغتیا او طبي مشکلات او د مهاجرینو مسله د پاکستان له مهمو ننګونو دي.
(last modified 2024-02-08T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2024 10:56 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې انتخابات

پاکستان دا مهال په بېلابېلو داخلي، بهرنیو او امنیتي برخو کې له ګڼو ستونزو او چیلنجونو سره مخا مخ دی. په کورني برخه کې د بې وزلۍ خپریدل، اقتصادي ګډوډي ، د تاوتریخوالي او ناامنیو زیاتوالی، د ترهګرو خوځښتونو شدت، د روغتیا او طبي مشکلات او د مهاجرینو مسله د پاکستان له مهمو ننګونو دي.

 

د پاکستان د قومي اسمبلۍ  د ۳۳۶ غړیو او  همداراز د دغه هېواد د صوبایی پارلمانونو د غړو د ټاکنې لپاره د رایې ورکولو بهیر د زیارت ورځې په سهار  پیل او د  ځايي وخت ترپینځو بجو به دوام وکړي.

نن د فرورۍ اتمه په پاکستان کې د موبايل ټليفونونو په پرې کېدو سره قومي  او صوبایی  ټاکنې پيل شوې. ۱۲۸ میلیونه رایه ورکوونکي کولای شي د خپلې خوښې نوماندانو او ګوندونو ته رایه ورکړي. درې ګوندونه تحریک انصاف، مسلم لیګ  ( ن )او پیپلز پارټۍ په انتخاباتو کې له څلویښتو زیاتو سیالو ګوندونو تر منځ اصلي  سیالان دي. خو اوسنۍ ټاکنې له تېرو ټاکنو سره توپير لري، ځکه چې د سيالو يو شمېر اغیزمنې څېرې په زندان کې دي او دويم دا چې د پاکستان قضايي نظام د يوه کانديد په ګټه  د مسلم ليګ نواز ګوند تله  درانه کړی ده .

 په عین حال او په ټاکنو کې تکراري څیرو ته په کتو او هغه څه چې د ځینو سیالانو له خوا په ټاکنو کې غیر مساوي سیالي ګڼل کېږي، داسې ښکاري چې له اصلي سیالو ګوندونو هېڅ یو هم نه دی توانېدلی چې د اکثریت څوکیو د ګټلو لپاره د رایه ورکوونکو نظر جلب کړې شي .

د سیاسي مسایلو کارپوه عباس فیاض وايي: د پاکستان ټاکنې لا هم د څیرو ، شخصیتونو او د کورنۍ قدرت پر بنسټ ولاړې دي. هغه څېرې چې په تېرو لسیزو کې یې په سیاسي، اقتصادي او حتی امنیتي برخو کې هم خپل اغیزمنتوب  ښودلی او ځینې یې حتی د  سیاسي جنجالونو او بحرانونو لامل شوي دي د  خو د کورنۍ او ګوندي قدرت  له امله بېرته د سیالۍ ډګر ته ستنې شوي  دي، چې د ټاکنیزو ولولې  لپاره ډېره  انګېزه نه رامینځته کوي .

پاکستان دا مهال په بېلابېلو داخلي، بهرنیو او امنیتي برخو کې له ګڼو ستونزو او چیلنجونو سره مخا مخ دی. په کورني برخه  کې د بې وزلۍ خپریدل، اقتصادي ګډوډي ، د تاوتریخوالي او ناامنیو زیاتوالی، د ترهګرو خوځښتونو شدت، د روغتیا او طبي مشکلات او د مهاجرینو مسله د پاکستان له مهمو ننګونو دي.

د بهرنی  سیاست په ډګر کې په افغانستان کې له طالبانو سره د مقابلې او تعامل  څرنګوالی، له امریکا سره د افغانستان په ګډون سټراټیجیک تضادونه  ، له هند سره د پاکستان د دودیز سیال  په توګه کړکېچ، د پاکستان د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو بیا رغونه له بهرنیو ستونزو بلل کیږي . په عین حال کی  ګوندونو او کاندیدانو له دغو ستونزو د پاکستان د وتلو لپاره مشخص  او کوټلي پروګرامونه نه دي وړاندې کړي، خو د پاکستان راتلونکی حکومت بایدد غه خنډونه له منځه یوسي. ځکه د اوسنیو حالاتو دوام کولای شي پاکستان نور هم د بحران کندې ته وغورځوی .

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ او له پاکستانه د غیرقانوني  افغان کډوالو ویستل  له هغو کړکېچونو دي چې په وروستیو میاشتو کې یې د دغه هېواد او طالبانو پر اړیکو منفي اغېز کړی او ژر تر ژره حل ته اړتیا لري. .که څه هم عمران خان د پاکستان د سیاسي او ټاکنیز ډګر له دریو شخصیتونو یو یې په زندان کې دی، خو د ټاکنو په ډګر کې د کورنۍ او ګوندی قدرت   باندې تکیه کونکي دوې څیرې  رقابت کوي.

۷۴ کلن محمد نواز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند او ۳۵ کلن بلاول بوټو زرداري د تر ټولو ځوان سیاستوال په توګه په حقیقت کې په  دوو بشپړو بېلو لارو اولیدتوګو سیالي کوي. شریف ځان یو زوړسپور  ګڼي چې د تجربې په لرلو سره کولای شي د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه په غوره کیدا سره  پاکستان له ستونزو خلاص کړي. له بلې خوا بلاول بوټو د ځوانانو د جذبولو او له ځوانو مشرانو سره د نوي پاکستان د جوړولو په فکر کې دی او هیله لري چې د راتلونکي حکومت په جوړولو سره د دغه هېواد په سیاسي تاریخ کې د پاکستان د تر ټولو ځوان لومړی وزیر په توګه خپل نوم ثبت کړي.

اوس دا د پاکستان خلک دي چې د دې هیواد د راتلونکي حکومت مشري لپاره له دوو نسلونو یو انتخاب کړي. هغه دوه سیاستوالان  چې د کورنۍ قدرت له  ملاتړه برخمن دي  او باید وکتل شي چې تر کومه حده توانېدلي چې د خلکو رایه په پارلمان کې  د شتون او حکومت  د جوړولو لپاره جلب کړې شي .