په پاکستان کې دداعش لوړپوړی خطرناک کمانډرسره د ملګرو هلاک شو
وئيل شوي دي ، په دغو عملیاتو کې ښکار شوی ترهه ګر په نعمان او ابوحمزه خراساني مشهور عبدالشکور سره د یوشمیر ملګرو هلاک شوی دی .هغه د په پشین او کلا سیف ا... کې د وروستیو بم چاودنو اصلي پلانونکی ؤ. په اعلامیې کې وئيل شوي دي چې هغه د یوه بلې ځان مرګي حملې پلان درلود، چې له جنایته مخکې د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس په پاکونکو عملیاتو کې انجام ته ورسید
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د پا کستان د پوځ آئي ایس پي ار په یوې اعلامیې کې ووئيل، د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د امنیتي مامورانو په لاس د وروستیو مرګونو بم چاودنو اصلي پلانونکی داعشي کمانډر سره د یو شمیر نور جنایتکارو هلاک شوی دی.
په دغې اعلامیې کې چې بیګا خپره شوې،وئیل شوي دي دغه عملیات د بلوچستان صوبې په سیف ا.. کلا کې شوي دی او داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې یو مهم کمانډر پکې ښکار شوی دی.
په اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي دي ، په دغو عملیاتو کې ښکار شوی ترهه ګر په نعمان او ابوحمزه خراساني مشهور عبدالشکور سره د یوشمیر ملګرو هلاک شوی دی .هغه د په پشین او کلا سیف ا... کې د وروستیو بم چاودنو اصلي پلانونکی ؤ. په اعلامیې کې وئيل شوي دي چې هغه د یوه بلې ځان مرګي حملې پلان درلود، چې له جنایته مخکې د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس په پاکونکو عملیاتو کې انجام ته ورسید
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر پرون وئیلي دي ، په پاکستان کې د عامو انتخاباتو سره په یووخت تر پرون پورې ۶۱ترهه ګرې حملې شوي دي ، چې له امله ئې د شپاړس امنیتی ماموران او عام خلک وژل شوي او کابو شپیته نور ټپیان شوي دي .