له پیښوره صوبایی اسمبلۍ لپاره بریالی کاندید افغان ښاریز ووته
Feb 12, 2024 11:59 Asia/Kabul
جلال خان د مسلم لیګ د نواز شریف څانګې په ټکټ د صوبایی اسمبلۍ لپاره غوره شوی دی .
د پاکستان جنګ ورځپاڼۍ له راپور سره سم د پولیسو سرچینو ویلی دی د خیبر پښتونخواه د پیښور د پی کې ۷۹ حلقې بریالی جلال خان د افغانستان ښاریز دی چی پرې د برمته ګرۍ مقدمه هم درج شوی ده .
جلال خان د مسلم لیګ د نواز شریف څانګې په ټکټ د صوبایی اسمبلۍ لپاره غوره شوی دی .
جلال خان وایی چی هغه د پاکستان ښاریز دی او په ټولینزو شبکو کی بی اساسه راپورونه خپره شوي دي .
د یادولو ده چی جلال خان د پی ټی ایی له کاندید تیمور سلیم خان د شپاړس زره یودیرش وټونو په ترلاسه کولو سره ګټلی وه .
ټیګونه